د لاسرسي ځای


رياض موسه خيل مشال ريډېو

اسلام آباد: پاکستان چې د ګندهارا تهذيب مرکز ګڼل کېږي او هر کال يو شمېر خلک د نړۍ له مختلفو ملکونو ددغه لرغونیو مذهبي آثارو د لیدو او سېل لپاره ورځي. خو له بده مرغه د حکومتي نه پاملرنې او په ولس کې د لږ پوهاوي له وجې دا لرغوني آثار له تباهۍ سره مخامخ دي.


په پاکستان کې د لرغونيو آثارو او تهذيبونو د څانګې پخواني مشر او د پېښور موزیم (عجائب ګر) اوسني مشر ندا سحرایي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له پنډۍ سره نزدې روات سيمه کې د کاڼو د دور آثار ترلاسه شوي دي چې خواشاه شل لکه کاله پخواني دي. دغه رنګ دلته د سند وادي تهذيب چې دهغه وخت جديد هاغه وو هم شتون لري د دې روستو آريائي ، او د سکندراعظم د وخت آثار هم شته او تر ټولو اهم د بدمت تهذيب دی.

نوموړي وايي د نړۍ له ګڼو برخو څخه سیلانیانو ددغه لرغونيو تهذیبي آثارو د لیدو لپاره پاکستان ته ورځي. د هغه په خبره د مذهبي خلکو له پاره د بدهايي تهذیب ځايونه د زيارتونو حېثيت لري.

د لرغونيو آثارو او بې سارو څيزونو کارپوهان وایي چې نه خو حکومت د دې څيزونو حفاظت ته څه خاص پاملرنه کوي او نه یې په دغه لړ کې ولسي آګاهي پېدا کړېده.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د آثارو خوندي ساتلو شخصي ادارې سرحد کنزروېشن نېټ ورک غړي او پروفېسر عادل ظريف وويل،(( له وړوکوالي ماشومانو ته په کتابونو او نصاب کې دا شعور نه دی ورکړل شوې چې د تهذيب حفاظت پکار دی، بلکې د خلکو په نظر کې مجسمه يو کاڼۍ دی چې يا یې خرڅ کړی او يایې مات کړی، ځکه چې د دې په ماتولو کې ثواب دی، بايد چې حکومت په ولس کې دا اگاهي پېدا کړي چې دا څيزونه تاريخي ورثه ده .))

د عادل ظريف وينا ده چې دا څېزونه په لويه پېمانه بهر ملکونو ته په غلا وړل کېږي خو بدمرغي دا ده چې دې قاچاق کې بعضې حکومتي غړي او بااثره خلک هم شامل دي.

کله چې مشال رېډيو د دې څېزونو او آثارو د حفاظت له پاره د پورته کړل شویو حکومتي ګامونو په اړه د پېښور عجائب ګر له چارواکي ندا سحرايي تپوس وکړو نو هغه وویل چې د خېبر پښتونخوا د لرغوني آثارو او عجائب ګرو ادارې دې لړ کې کار شورو کړی دی او لاهم روان دی.

د دې څېزونو د حفاظت او د هاغې د قاچاقولو د مخنیوي په اړه پروفېسر عادل ظريف وايي، د کومو خلکو په کورونو کې چې داسې څېزونه را ووځي بايد چې حکومت هغوی ته ددې معاوضه ورکړي او دا ترې په بيیه واخلي، خو حکومت دغه هر څه خپل جاګير ګڼي چې په نتيجه کې یې خلک دغه مجسمې يا نور څيزونه يا خو په پټه خرڅوي يا یې ماتوي.
XS
SM
MD
LG