د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټن او حنا رباني ټوکیو کې سره وکتل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هلري کلنټن ویلي دي چې امریکا او پاکستان د تېر وخت تاوتریخوالی یو اړخ ته کوي او پام راتلونکي ته اړوي.

نوموړي دا خبرې د جاپان په ټوکیو کې د افغانستان په اړه د کنفرانس د وقفو پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر سره د لیدو کتو پر مهال کړي دي.

هلري کلنټن وویل چې امریکا او پاکستان دواړه له دې کبله ډاډمن دي چې په دې ورستیو کې یې په اړیکو کې رامنځ ته شوی تاوتریخوالی یو اړخ ته کړی دی او د د راتلونکي پر ډېرو چېلنجونو توجه کوي.

د هلري کلنټن د دې څرګندونو اشاره د پاکستان او امریکا تر منځ هغې معاملې ته وه چې له مخې پاکستان په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لپاره د سامان وړنې تړلې لارې پرانستې.

پاکستان دا لارې له هغه وروسته تړلې وې چې د تېر کال د نومبر پر شپږویشتمه نېټه په مومندو کې د نېټو د ځواکونو په یوه هوايي برید کې څلرویشت پاکستاني عسکر ووژل شو.

هلري کلنټن وویل چې دا به د دې معاملي له کبله د رامنځ ته شوي مثبت تحرک پر اساس له پاکستان سره په دې هیواد او افغانستان کې و ترهګرو شبکو ته د ماتې ورکولو او په افغانستان کې د سولې د بهیر او له اسلام اباد سره د اقتصادي ملاتړ په اړه هم خبرې اترې وکړي.
XS
SM
MD
LG