د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکندهار په ارغستان کې چاودنې، ۱۸مړه، ۱۰ ژوبل




سید شا سقیم
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهار


چارواکي وايي دواړه چاودنې نن سهار له پاکستان سره پر پوله د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ يو په بل پسې شوې دي.


په دغو چاودنو کې تر اوسه پورې ۱۸ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
په وژلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چې د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري کلي کې له پاکستان سره د پولې پر صفري نقطه د عامو وګړو پر يو موټر لومړۍ چاودنه شوې چې وروسته د مرستې په موخه د پېښې ځای ته په ورغلي ټراکټور هم چاودنه شوې ده.


نوموړی زیاتوي :

(( نن سهار د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري سيمه کې له پاکستان سره د پولې پر صفري نقطه د عامو وګړو پر يو ټونس او يو ټراکټور دوې چاودنې شوې دي چې پکې ۱۸ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي. تر اوسه پورې له پېښې سره د تړاو لرلو په تور څوک نه دي نيول شوي خو پوليس پلټنې کوي ))

که څه هم دولتي چارواکي د عامو وګړو پر موټرو چاودنې د خپلو وسله والو مخالفينو کار بولي خو تر اوسه پورې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کندهار او ځينو نورو جنوبي ولايتونو کې وخت نا وخته د سړک پر غاړو ځای پر ځای شوي ماينونه چوي چې زيات قربانيان يې عام وګړي وي.
XS
SM
MD
LG