د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو ته د لارو په موضوع پر پوځ ولې تنقید نه کېږي؟


ژباړه: اسرار عالم مومند

سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ایکسپریس ټرېبیون کې په خپرې شوې یوې مقالې کې راغلي، په افغانستان کې مېشتو د ناټو پوځیانو ته د سامان وړلو لارو پرانیستو وروسته په پاکستان کې پر حکومت د مخالفو ګوندونو او ډلو له پلوه ډېر تنقید کېږي.


پر حکومت تر ټولو زیات تنقید د جمیعت علمای اسلام او تحریک انصاف ګوندونو کړی دی. دا دواړه ګوندونه ناټو ته د سامان وړلو پر ضد سخت دريځه پالیسي لري.


د دې ترڅنګ نور اپوزيشن ګوندونه هم غواړي چې د حکومت ضد څه نا څه ستونزه راپورته کړي ځکه چې په دغه هېواد کې انتخابات هم رانېږدې دي.

پاکستان تر هغې وروسته، د خپلو ځمکنېو لارو ناټو ته د سامان رسد پر حاله کړی دی چې د امريکا د بهرنېو چارو وزيرې هېلري کلنټن د سلالې پر پيښه د افسوس څرګندونه کړې .

په مقاله کې راغلي دي چې د پاکستان ميډيا ځنې پوښتنې راپورته کوي او دغه پوښتنې عقل هم مني خو په دې پوهېدل پکار دي .

حکومت ته په دې وجه ګوته نيول کېږي چې ناټو ته د سامان د رسد د بحالۍ په پرېکړه يي د پارلېمان نه منظوري ولې وا نه اخبسته؟

ځکه چې د پاکستان پارلېمان په خپله پرېکړه کې ويلي ول چې تر څو امريکا په سلاله پيښه بښنه نه وي غوښتي او ډرون بريدونه يي نه وي ودرولي تر هغې دې ناټو ته د سامان رسد نه پیلول کېږي.

خو د دې ځواب په امريکا کې د پاکستان سفيري شيري رحمان په محتاط او ښه انداز سره ورکړې دې او ويلي دي چې د پاکستان په رنګ جمهوري هېواد کې هر څه پارلېمان ته نه راوړل کېږي بلکې ځینې پريکړې طاقتورې ادارې پخپله کوي.

شيري رحمان زياته کړې د تېر وخت برعکس دا وار ناټو ته د سامان د رسولو مسله په ډاګه او د ټولو په وړاندې ده نه چې د پردو شاته .

ورځپاڼه زياتوي، دا خبره حقيقت ده چې ناټو ته د سامان رسد د بحالۍ په رنګ مسلو کې د پوځي اسټبليشمنټ لوی رول وي خو پوښتنه دا راپورته کېږي چې څوک ولې د دې ادارو پرضد آواز نه راپورته کوي او يوازې په حکومت نيوکې کوي.

حقيقت دا دی چې په پاکستان کې په ځینو ادارو او خلکو له هر اړخه په ډاګه نيوکې کېږي خو بيا ځینې داسې وي چې هر وخت محفوظ وي.
XS
SM
MD
LG