د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځواني مرګې فریده اپریدۍ یو زړوره ښځه وه


ځواني مرګې فریده اپریدۍ
ځواني مرګې فریده اپریدۍ



فرهاد شینواری

پینځه ویشت کلنې فریدي اپریدۍ د خیبر ایجنسۍ جمرود غونډی سیمې سره تعلق لرلو، نوموړي د صنف یا جنډر مضمون کې د علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ نه د ایم اې ډګري ترلاسه کړې وه، او په خپله سیمه کې یې له ډیرې مودې راهیسې د ( سویرا ) په نوم یوې غیر سرکاری ادارې سره کار کولو،او د قبایلي ښځو د حقوقو او هغوی ته د تعلیم او شعور ورکولو د پاره یې هلې ځلې کولې.


نوموړې یوې بلې نادولتی ادارې (فافین) یا فری اینډ فئیر الیکشن نیټ ورک سره هم دنده ترسره کوله،او په دې سیمو کې یې د ووټ اهمیت،سیاسی ازادي او جمهوریت له پاره کار کولو، او په خیبر سیمه کې یې د تعلیم ، صحت او ترقیاتی ادارو په کار هم ژور نظر ساتلو او د ځایي خلکو ستونځې به یې یادو ادارو ته په ګوته کولې.

په قبایلی سیمو کې د نا دولتی ادارو د اتحادیې مشر زرعلی خان مشال ریډیو ته وایي چې(( فریدې اپریدۍ له یوې داسې سیمې سره تعلق لرلو چې یوې ښځې ته پکې د تعلیم حاصلولو او د انسانی حقوقو او د جمهوریت په اړه د کار کولو اجازه نشته، خو هغې بیا هم د دې مشکلاتو باوجود په ډیر همت سره خپل سبق وویلۍ او بیا یې د قبایلی ښځو د حقوقو له پاره غږ پورته کړو،او د خیر ښیګړې کارونه یې کول))

د ایوارډ په نوم د ښځو د ترقۍ له پاره کار کونکې یوې نا دولتی ادارې پروګرام منیجر میا منتظم شاه وایي چې(( نوموړې یوه تکړه او قابله جینۍ وه،او موږ سره په تنظیم کې کوارډی نیټر وه، دا د ټولو قبایلو له پاره د فخر وړ خبره وه چې ډيره ښه انګریزی به ویله او لیکله،موږ د دې په مرګ ډیر خفه یو))

د قبایلی سیمو د نا دولتی ادارو د اتحادیې مشر زرعلی خان زیاتوی چې(( فریده اپریدۍ د ښو صفتونو مالکه وه او د دې په مرګ ډیر کمۍ احاسوي))

یاده دې چې د تیرې چار شنبې په ورځ فریده اپریدۍ د خپل کور جمرود غونډی نه پیښور په طرف روانه وه چې نا څرګنده موټر سائکل سورو په ډزو ووژله.

فریدې اپریدۍ څلور وروڼه، څلور خویندې او مور پلار غمژن پریښودل،،،

XS
SM
MD
LG