د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر له پسې د پښتنو روشن فکران وژل کېږي


د عوامي نېشنل پارټۍ ټانک مشر خان ګل بیټنۍ
د عوامي نېشنل پارټۍ ټانک مشر خان ګل بیټنۍ



شاهین بونېری - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د بشري حقونو کمیسون په خیبر ایجنسۍ کې د دښځو د حقونو ددفاع کونکي یو تنظیم د مشرې فریده اپریدي وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده.ددې نه وړاندې وسله والو په خیبر قبایلي سیمه کې د بشري حقونو یو بل دفاع کونکې زرتیف اپریدی هم وژلې وو.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د کال ۲۰۰۱ راهیسې د وسله والو ډلو له خوا د امن جرګو غړي، خبریالان، قامي مشران، دیني عالمان، لیکوالان او سندرغاړي وژل کیږي.


محمد زاهد

د باچاخان څیړنیز مرکز یو څیړنکار محمد زاهد وايي د عوامي نیشنل ګوند سره د تړاؤ لرونکي سیاسي مشران او ولسي غړي د وسله والو په نښه دي.


؛ما چې تر اوسه پورې څومره تحقیق کړی دی نو زموږ د ګوند وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسي. دا هغه کسان دي چې په خپلو سیمو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشران وو. موږ دا دعوه نه کوو چې موږ له هرې سیمې معلومات راټول کړي دي. اوس هم په دې کې نیمګړتیاوې شته. موږ ډیرو کورنیو ته نه یو رسیدلي. یا هغه خلک چې د جګړې له وجې له خپلو کورونو بې کوره شوي دي او لا ستانه شوي نه دي. که دا ورسره ګډ کړو نو زموږ اندازه داده چې د وژل شوي کسانو شمیره تر ۷۰۰ نه اوړي؛

ثمر من الله

د ښځو د حقونو او امن لپاره کار کونکې د یو ادارې مشره ثمر من الله وايي د خلکو د خیر ښیګړې د ادارو په غړو بریدونه له یوې مودې دوام لري او ریاست او ټولنه دواړه ددې ذمه وار دي. نوموړې زیاتوي د یو خاص مقصد لپاره په ټولنه کې د غیر سرکاري ادارو نوم بدنام کړل شوی دی.



؛ دا وړومبۍ پیښه نه ده. له دې نه وړاندې هم داسې پیښې مخ ته راغلي دي. زما په نیزد ددې وژنو تر ټولو غټه وجه داده چې په کلیوالو سیمو کې حکومت د خیر ښېګړې د ادارو د غړو مرسته نه کوي، نو هر قسمه خلک له دې فایده اوچتوي که طالبان دي او که خپلوان دي؛

ځینې کارپوهان وايي د ټولنې په روشن فکره او هنرمندو خلکو د بریدونو لړۍ د افغانستان له جهاده پیل شوې ده چې بیا وروستو په پاکستان کې د پښتنو سیمو ته راوغځیده.

ډاکټر فضل رحیم مروت

د سیاسي چارو کارپوه او تاریخ دان ډاکټر فضل رحیم مروت وايي په افغانستان کې چې د کومو خلکو نه د مذاحمت ویره کیده، یا خو د هیواد نه په وتو مجبوره کړل شو او یا ووژل شول چې په نتیجه کې يي ریاستي او ټولنیزې ادارې ټوټې ټوټې شوې.



؛ دوی چې یو کس مړ کړي نو دوی ته یو فایده دا وشي چې ورسره هر لور ته ویره خوره شي، بل سړی بیا اواز نه شي اوچتولای. له دې وجې مدني ټولنې خاموشه دي ، که په پاکستان کې دي او که په افغانستان کې. هغه فعالې مدني ټولنې نشته چې د بشري حقونو خبره وکړي یا د انسان خبره وکړي؛

د راپورونو ترمخه یواځې په قبایلي سیمو کې د ۷۰۰ نه ډیر قبایلي مشران وژل شوي دي خو د ریاستي ادارو له خوا لا تر اوسه ددغه وژنو بشپړې پلټنې نه دي شوي .
XS
SM
MD
LG