د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځې پړونی پر سر فوټبال کولای شي. فیفا





د فوټبال نړیوال فيډريشن فیفا د مسلمانو ښځو لپاره د فوټبال په لوبو کې د پړوني اچولو اجازه ورکړیده.
فیفا دا پرېکړه پرون د سویس زلينډ د زوریخ ښار په غونډه کې وکړه.

تر دې مخکې د فیفا له قوانينو سره سم د نجونو د فوټبال په لوبو کې پړونې یا حجاب ته اجازه نه وه.
خو تېر کال فیفا ته څرګنده شوه چې پړونی تر دې زیات چې مذهبي سمبول وي یو کلتور دی.

په غونډه کې د ګول لاين تيکنالوجی منظوری هم ورکړي شوي چې د ريفری لخوا تيروتني به کمي شي. دا فيصله تر هغي وروسته اخیستل شوي چې په يورو کپ کې يوکراين د برتانيیا پرضد يو ښکاره ګول وکړو خو ريفری ونه منلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG