د لاسرسي ځای

"بشار الاسد دې واک پرېږدي"






د لوېديځ او عرب هېوادونو چارواکي نن خپله درېيمه غونډه په پيرس کې جوړوي او د شام له ولسمشر څخه غواړي چې واک پرېږدي.

د فرانس د بهرنيو چارو وزير لاورنت فابيوس وويل دغه خبرې اترې به د شام د خلکو د مرستې لپاره پر يو لړ کوټلو اقداماتو خبري وکړي، چې په هغو کې د رابطو په ټکنالوژۍ د مخالف لوري سمبالول هم شامل دي.

د فابيوس په وينا په غونډه کې به د مخالفو ګدونو سل استازي ګډون کوی.

د شام سلامتيا کونسل ايګزيګټيو کميټي غړی احمد رمضان وايي،

((نړيوالۍ ټولني دا خبره محسوسه کړي چې د عنان د امن پلان وروسته د نويو ګامونو پورته کولو ضرورت دي. زما په فکرد پيرس غونډي تجاويز بايد د ملګرو ملتونو سلامتيا کونسل ته وليږل شي او د يو نوي قراداد لاندي د شام سلامتيا شورا او ازادو ځواکونو ښکاره ملاتړ وشي.))

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هليري کلنټن پر اسد او د هغه پر نزدي کسانو سخت نړيوال بنديزونه وهڅوي.
روسيې او چين د اسد پر خلاف د زياتو اقداماتو مخه نيولې، ددوى استازي به په پيرس غونډه کې ګډون نه کوی.

XS
SM
MD
LG