د لاسرسي ځای

‘د بلوچستان مسله مشرقي پاکستان را یادوي’






پامیر ساحل - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې د بلوڅ سیاسي بیلتون پالانو او ولسي وګړو پر وژنې د زښتې اندېښنې څرګندونه کړې ده او په تازه رپورټ کې یې ویلي دي چې یوازې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو شویو بلوڅانو ۱۷۳ مړي موندل شوي دي. د بشري حقونو د کمېسون مشره زهره یوسف مشال راډیو ته ویلي، پخوا به چې بلوڅ ملتپالان ورکېدل نو بیرته به خوشې کېدل خو اوس دا کسان وژل کېږي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د تازه رپورټ تر مخې، په ۲۰۱۱ز کال کې په بلوچستان کې د ۱۷۳ هغو کسانو مړي موندل شوي چې بې درکه کړل شوي ول.

رپورټ وايي، کمېشن دا پخلی کوي چې په پاکستان کې تېر کال ۶۲ کسان بې درکه کړل شوي دي چې په کې ۳۵ کسان له بلوچستانه دي.

د بشري حقونو د کمېشن له مشرې زهرې یوسفه مې پوښتنه وکړه چې د وژل شويو ۱۷۳ بلوڅانو شمېر یې له کومې ذریعې تر لاسه کړی دی؟

نوموړې وايي، دا شمېر زیاتره د پاکستاني رسنیو پر خبرونو ولاړ دی خو د ورکو شویو کسانو د شمېر پخلی دوی پخپله کوي نو ځکه د بې درکه شویو شمېر کم دی:

((دا شمېر مو د رسنیو له رپورټونو راخیستی. دا د ورکو شویو کسانو شمېر موږ پخپله تصدیقوو. د دې دا مانا نه ده چې یوازې ۶۲ کسان بې درکه شوي دي ځکه چې زموږ د تصدیق بهیر لږ سخت دی یانې د نړیوالو معیارونو مطابق دی نو که موږ سپریم کورټ ته هم لاړ شو نو دا لازمي وي لکه شناختي کارډ یا یو عیني شاهد باید ور وړاندې کړو نو ځکه دا شمېر کم دی.))

دا وژل شوي او بې درکه کړل شوي کسان څوک دي؟ ایا دا ټول ملتپاله بیلتونپاله بلوڅان دي؟ او که نه نور کسان هم په کې شامل دي؟

د پاکستان د بشري حقونو کمېسون مشره وايي، په بلوچستان کې وژل شوي او یا هم بې درکه کړل شوي کسان زیاتره له سیاسي ګوندونو یا ډلو پورې تړاو لري خو په کې زده کوونکي او خبریالان هم شامل دي:

((زیاتره هغوی له سیاسي ګوندونو یا سازمانونو پورې تړلي وي. په دوی کې ډېر د زده کوونکو د سازمانونو دي لکه د بلوڅ سټوډنټس ارګنایزېشن غړي. زیات کسان دا دي. خو په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د بشري حقونو له پاره کار کوي. په دې کې خبریالان هم شامل دي.))

زهره یوسف وايي، تېر کال د دوی د ادارې دوه کسان هم تښتول شوي او بیا وژل شوي ول.

نوموړې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، پخوا به کسان ورکېدل او بیا به خوشې کېدل خو اوس یې وژنې روانې دي چې دا اندېښنې لا نورې زیاتوي:

((دا د بې درکه شویو کسانو سلسله په ۲۰۰۵ یا شپږم کال کې پیل شوه. نو هغه وخت خو به دا کېدل چې څوک به بیول کېدل نو کورونو ته به بیرته را تلل. په هغوی کې زیاتره کور ته بیرته راغلي ول. خو اوس چې سلسله روانه ده نو داسې ده چې هغوی بیول کېږي. پر هغوی تشدد کېږي. او بیا یې مړی یو ځای غورځول کېږي.))

د بشري حقونو کمېشن رپورټ او زهرې یوسف خبرو ته په کتو، د بلوچستان مسله څومره پېچلې شوې ده؟

د دې پوښتنې په ځواب کې په لاهور کې د بلوچستان او د بلوڅانو د ملتپاله غورځنګونو چارو کار پوه اسد رحمان مشال راډیو ته وویل، د هر یوه کس له وژنې سره، پوره کورنۍ د نظام خلاف کېږي:

((ډېره ساده خبره ده، ته چې د یوه قام وژنه کوې. د هغوی پوهان، اکاډیمیکان یا سیاسي مشران وژنې، او هغه کسان چې له دوی سره نه هم دي هغه هم بیایې او وژنې یې، نو په دې توګه چې ته هر یو کس وژنې، نو ټوله کورنۍ د خپل ځان ضد کوې.))

اسد رحمان وايي، په بلوچستان کې چې ((پخوا ۱۰۰ کسان مخالفان وو نو اوس ۱۰ زره کورنۍ مخالفانې شوې دي.))

د ده په خبره، ((څومره چې ظلم زیاتېږي، غبرګون هم زیاتېږي.))

که څه هم د پاکستان پوځ او په بلوچستان کې مېشتې ملېشې یا ایف سي په بیا بیا په خبر پاڼو، خبري غونډو او له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت له دې تورونو انکار کړی چې دوی بلوڅ ملتپالانو په ورکولو او تښتولو کې ککړ دي خو د بلوچستان چارو کار پوه اسد رحمان وايي، په بلوچستان کې اوس هم د پوځ واک دی.

دی وايي، اوسنی ملکي حکومت د پوځ پر وړاندې ډېر کمزوری ثابت شوی دی:

((له تېرو څلورو کالونو راهیسې چې ملکي حکومت راغلی موږ ورته په بیا بیا ویلي چې مسله دې هواره کړي. پوځ له هغه ځایه وباسئ، ایف سي وباسئ، د آی ایس آی او پوځي استخبارات له هغه ځایه لرې کړئ. خو دا حکومت د پوځ مخې ته دومره کمزوری ثابت شوی چې زما په خیال هیڅ حکومت نه وو. هلته پوځي حکومت دی، ملکي حکومت نشته. او زما په اند که په سمدستي توګه دا مسله هواره نشوه نو د دې نتیجې به د ټول پاکستان له پاره ډېرې بدې وي.))

اسد رحمان زیاتوي، د بلوچستان مسله ورته د مشرقي پاکستان حالات ور یادوي چې هلته هم د ده په خبره، ((همداسې کارونه شوي ول او بیا بنګله دېش جوړ شو.))

XS
SM
MD
LG