د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘’ په قبایلي سیمو کې نظر پوښتنې د باور وړ نه دي’’





پامیر ساحل – مشال راډيو


پراګ:- نړیوالې ادارې پیو په خپله یوه نظر پوښتنه کې ویلي، په پاکستان کې زیاتره کسان د تحریک انصاف ګوند پلویان دي او د امریکا ضد نظر لري. وخت په وخت داسې نظر پوښتنې او څېړنې په پاکستان کې او بیا په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې کېږي. د دې سروې ګانو د نتیجو په اړه ځینې پوښتنې پیدا کېږي لکه ایا دا نظر پوښتنې په ساینسي طریقه کېږي؟ بله پوښتنه دا ده چې دا نظر پوښتنې یا څېړنې د ولس له پاره څومره د باور وړ دي؟

د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې له کالونو راهیسې د خرابو او جنګي حالاتو په تناظر کې مختلفو ملکي او نړیوالو ادارو نظر پوښتنې او څېړنې کړې دي او بیا یې رپورټونه خپاره کړي دي.

د نظر پوښتنو مقصد په بېلا بېلو موضوعاتو د ولس نظر مالومول وي او بیا له دوی د تر لاسه شویو مالوماتو تجزیه یا شننه کېږي.

خو له دې سره سره، د نظر پوښتنو او څېړنو یو اثر دا هم وي چې په یوه خاص موضوع د عام ولس ذهنونه بدل کړل شي.

په اسلام اباد کې د چارو کار پوهه او څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي، په پاکستان کې چې نظر پوښتنې کېږي نو هغه په علمي معیار نه کېږي.

نوموړې وايي، په دې نظر پوښتنو کې دا هم کېدای شي چې څه نتیجه چې څېړونکی غواړي هغه لاس ته راوړلای شي:

((د بېلګې په توګه که تاسې له ما پوښتنه وکړئ چې زما ایسکریم زیات خوښ دی یا حلوا، نو ښکاره خبره ده چې که زما ایسکریم خوښ وي نو زه به وایم چې ایسکریم. نو دا نظر پوښتنې هم بالکل هسې دي چې ستا څوک خوښ دی او یو نظر په لاس درځي. خو ګوره، ستونزه دا ده چې دا سروې ګانې چې وي، دا باید په یوه طریقه وشي، او اکثر چې څنګه دې زړه وي هسې نتیجې هم بیا لاس ته راوړلای شې. د هغې طریقې چې شمېرې، اعداد یا ارقام په کې مالومېږي په هغې کې ستونزه دا ده چې که کیفیت ته پام ونشي، نو سم ځوابونه نه تر لاسه کېږي.))

د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې خبریال ایاز خان چې پخپله هم څېړونکی دی وايي، په پاکستان کې په نظر پوښتنو کې عمومي مسله دا وي چې دا ډېرې محدودې وي، بل دا چې په ډېرو سیمو کې ماحول داسې دی چې خلک په ازاده توګه خپل نظر یا دریځ نشي څرګندولای.

(( په پاکستان کې ډېری سیاستوال، اکاډیمیک خلک، د مدني ټولنو خلک دوی ټول په دې اند دي چې په پاکستان کې اکثره نظر پوښتنې د لاهور او اسلام آباد له خلکو اخیستل کېږي، په هاغه سیمو کې چېري د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی، امنیتي ستونزه ده نو هالته خلک د خپل سر له ویرې په ازاده توګه خپل نظر نه شي سریکولای.))


د ایاز خان له دلیل سره په موافقه د پاکستان د بشري حقونو د کمېسون مشره زهره یوسف هم وايي چې د دوی د ادارې کسان ځکه قبایلي سیمو ته نه ځي چې هلته حالات ښه نه دي او له پوځ سره دوی تګ ځکه نه غواړي چې دوی په ازاده توګه بیا کار نشي کولای.

(( څو ځلې پوځ خبریالان له ځانه سره هاغو سیمو ته بیولي دي. نو موږ له هغوی سره تګ نه غواړو، ځکه زموږ په فکر په دې ډول که څوک له موږ سره مرسته کوي نو د مالومات او رپوټونو تر لاسه کول تر اثر لاندې راځي. زموږ هڅه وي چې که د رښتییا مالومول غواړو نو بیاد په آزاده توګه یې وکړو. او کولای شو چې آزاد تګ راتګ ولرو، خو په جنګ ځپلو سیمو کې دا زموږ لپاره ممکن نه دی))

ډاکتره عایشه صدیقه وايي، په جنګي ماحول کې خلک هسې هم ډېر ویرېدلي وي، نو هلته خو د څېړنې هیڅ اړتیا نه وي:

((که دا فرض کړو چې په یوې سیمې کې طالبان دي، نو ستاسې ټول چاپېریال یا ماحول هسې هم متاثره شوی وي. نو په ځانګړې توګه هلته د تګ ضرورت هم نه وي چې سړی لاړ شي، سروې وکړي. خلک هسې هم دومره ویرېدلي دي چې پخپله به ځواب درکړي.))

په ناروې کې د قبایلي چارو کار پوهه او څېړونکې فرحت تاج وايي، په قبایلي سیمو کې نظر پوښتنه کوونکي، او څېړونکي په ذمه وارۍ او علمي او اخلاقي اصولو ته په کتو کار نه کوي.

(( که تاسو فاټا ته وګوری، نو په دې کې خو هیڅ سروې کونکی یا څېړونکی نه دی وزل شوی، که وژل شوي دي خو خبریالان وزل شوي دي، کافي وزل شوي دي. او خبریالان په خپله وايي، چې پر هغوی فشار دی، د پوځ له طرفه هم دباو دی د طالبانو له خوا هم فشار دی. او نتیجه یې دا شوه چې څومره ډېر چې په اصولو او ‌مه واري کار کوې نو تاس وینی چې څومره ځوانان ووژل شول. نو له دې اندازه لګولای شی. دا سروې کونکي او څېړونکي په ذمه وارۍ سره کار نه کوي.))

که چېرې په یوه سیمه کې ازاده سروې نشي کېدای، هلته جنګي حالات وي، د مختلفو ډلو له خوا فشار وي، او همدا راز، د علمي اصولو مطابق کار هم نه کېږي نو بیا په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې شوې دا نظر پوښتنې او څېړنې ایا د باور وړ پاتې کېږي؟


د قبایلي چارو کار پوهه، فرحت تاج یې په ځواب کې غوڅ وايي چې دا څېړنې د باور وړ نه دي.

(( دا بې انتها مشکوکې سروې ګانې دې هیڅ باور نه شي ورباندې کېدای، اخلاقي اصول نه دي په کې نیول شوي او بله مهمه خبره ها سوالونه یې هم داسې وي لکه د یو چا خاص اجنډا چې پرمخ بیايي. لکه زه به یې مثال درکړمه. لکه نیو امریکا فاونډېشن په فاټا باندې یو سروې کړې وه، په هاغه کې یو پوښتنه دا کړې وه که سبا انتخابات وي نو تاس به چا ته ووټ ورکوی، په هاغه کې د بیلا بیلو پارټیو نومونه ورکړي وو خو نه د عوامي نیشنل پارټۍ او نه هم د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ نومونه په کې اچول شوي. نو اوس تاس له دې اندازه ولګوی چې د پښتنو په وطن کې سروې کوې د پښتنو ګوندونو نومونه په کې نشته. هاغه پارټیانې چې په خپله سیاسي مبارزه کې یې ډېر تکلیفونه ګاللي ديو د هغوی کارکنان ملګري په کې وژل شوي دي. د هغوی نومونه ته په سروې کې نه اچوې، ته په کې تحریک انصاف اچوي. او بیا د سروې نتیجه راوباسې چې تحریک انصاف تر ټولو مخکې دی. داسې سروې ګانې د منلو وړ نه دي.))

د چارو د کار پوهانو په اند، په قبایلي سیمو کې شوې زیاتره نظر پوښتنې، او څېړنې د ولس د نظر عکاسي نه کوي او نه هم په په علمي طریقو تر سره کېږي نو ځکه داسې څېړنې د باور وړ نه پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG