د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو د وتو لپاره د منځنۍ اېشیا لارې مهمې دي






د امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ مقاله وايي، سر بيره پر دې پا کستان د نېټو د رسد لاره خلاصه کړې خو له افغانستانه د وتلو لپاره د مينځني ايشياء لارې هم لوی ارزښت لري.

د مقالې ليکوالان هغه مشکلات هم په ګوته کوي چې ددې لاري په استعمالولو کې نيټو او امريکا ورسره مخامخ کيدلای شي.


د واشنګټن پوسټ لیکوالان کريګ وټلاک او کيرن ډي يانګ وايې فرض کړی پاکستان د دویم ځل لپاره د نيټو لاره نه تړي خو بيا هم دا امکان دی چې د نيټو قومندانان به خپله دريمه برخه سامان د افغانستان له شمالي لارو څخه وباسي.


په دې کې يوه د ازبکستان د ټرين او د تاجکستان د سړک لاره ده او دا شان شخصي کمپنيانې به د کرغیزیا او قزاقستان له لارې روس ته سامانونه وړي.


مقاله وايې د امريکا پوځ به تر دوه زره څوارلسم کال پوري يو لک کنټينره سامانونه او پنځوس زره پوځي ګاډيانې له افغانستان را وباسي.


ليکوالان زياتوي چې د مينځني ايشياء له لاري سامان وړل هم يو شمير مشکلات لري ځکه امريکا او نیټو به ددې هيوادونو په آمرانه حکومتونه تکيه کوي چې هر يو یې خپلي خپلي غوښتني لري.


د دوی په وينا اوباما انتظاميې له دې هيوادونو سره تړونونه لاسليک کړي خو اوس هم د متبادل لارو، هوايې ډګر ونو او فضايې لارو، محصول اود کوم کوم پوځي سامان به وړل کيږي په شان ضمني خبرو باندې خبرې اترې روانې دي.


خو ورځپاڼه د پوځي چارو د کارپوه اليګزېنډر کولې له خولې وايې دغه هيوادونه پوهيږي چې دا دوی لپاره وروستی موقعه او مذاکرات دي نو ځکه دوی به په امريکا خپلی له ډېر څخه ډېرې غوښتنې مني.

په دې لړ کې ليکوالان څو مثالونه ورکوي لکه کله چې د اپريل په میاشت کې د امريکا د ټولو پوځونو مشر جنرل جيمز ميتيز د کرغیزیا له پوځي چارواکو سره وليدل نو هغو دډرون الوتکو غوښتنه وکړه.

دا شان ازبکستان پر سامان پنځوس فيصده اضافي محصول و غوښت.

له دې سره سره د مينځني ايشياء د چارو کارپوه مارتها برل اولکاټ ددې سيمي د هيوادونو تر مينځ د خپل مينځي سياليو لور ته اشاره کوي چې د امريکا او نيټو لپاره د سامان د ايستلو په برخه کې مشکلات رامينځ ته کوي.

دا وايې ازبکان له تاجکو او قزاق له کرغزانو سر ټکوي چې ګواکې دوی ته به وسله ورکړل شي او هغه به يې د خپلو ګااونډيانو خلاف او يا د دوی په هيوادونو کې دننه د ستونزو را پيدا کولو لپاره استعمال کړي.





XS
SM
MD
LG