د لاسرسي ځای

خیبر: ریموټ کنټرول چاودنې دوه وسله وال وژلي ۳ ژوبل




د خیبر سرکاری چارواکي واي، د ایجنسۍ په باړه اکا خیلو سیمه کې یوې ریموټ کنټرول بمي چاودنې دوه وسلوال وژلي دي او درې نور ژوبل دي.

یاد دې وي چې په باړه او تیرا کې یو شمیر وسلوالې ډلې له یو بل سره هم په جګړه دي او په یو بل داسې ډول بریدونه تر سره کوي، او له تیرې اوږدې مودې راهیسې په باړه کې د وسلوالو په ضد پوځي عملیات هم روان دي، او د بد امنۍ له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلي دي.

XS
SM
MD
LG