د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر د اتوار په ورځ د جاپان په توکیو ښار کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي.
په اسلام اباد کې د د بهرنیو چارو وزارت ,وياند معظم علی خان وايي، د پاکستان لپاره د افغانستان ثبات، سوکالي او سوله زیات اهمیت لري.
ټاکل شوې ده چې د توکیو په کنفرانس کې د اویا هیوادونو او نړیوالو ادارو استازي ګډون وکړي.
د افغانستان حکومت به کنفرانس ته خپل پروګرامونه وړاندې کړي.