د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:۳ سرکاري چارواکې وژل شوي







نیازموسه خیل - کوټه

د بلوچستان د کوټې په کچلاغ سيمه کې تير ماښام د يو لوړ رتبه سرکاري افسر په ګډون، ۳ سرکاري کارکوونکې هغه وخت ووژل شو، کله چي دوی له خپله کاره وروسته کور ته روان وو.

د کوټي ضلعې ډپټي کمشنر محد هاشم غلزي له پېښې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چي پېښه د تیرې چهار شنبې په ماښام رامنځته شوه، کله چي د لوکل حکومت محکمې اسسټنټ ډایریکټر محمد سعید،اسسټنټ انجینییر محمد یاسین او ډراییور سلیم په خپلې ګاډۍ کې له پښینه کوټې ته روان وو. چې له کچلاغ سره نږدې پر دوی ناڅرګنده وسله والو ډزې وکړې . لومړني اطلاعات ښییي چي وسله وال دوه وو او پر موټر ساییکل سپاره وو.دپېښې په اړه نور جزیات دا وخت ورکونه به تر وخت مخکې خبره وي،خو موږ لګیا یو،تر څو د پېښې جاج واخلو او پلټنې پر مخ بوزو.٬٬

چارواکیو اسسټنټ انجینیر،محمد یسین له هزاره قبیلې سره اړه لرونکس یاد کړی او امکان یې څرګنده کړی،کیدای شي چي پېښه د فرقه ایزو وژنو د لړۍ برخه وي.

هلته په سیول روغتون کې مشر ډاکټر،محمد جعفر بیا مشال راډیو ته وویل،چي درې واړه سرکاري کارکوونکې له ډیر نږدې پر سر،سینه او خیټه کې په ګولیو ویشتل شوي او درې سره ځای پر ځای ساه ورکړې.

تازه رارسېدلي راپورونه وایي،چي د پېښې پړه ٫٫لشکر جنګوي٬٬ نومي وسله والې ډلې په غاړه اخیستې او ویلي چي د دوي هدف شیعه مسلک سره اړه لرونکی کس وو.

یاده دي وي،په بلوچستان او په خاص توګه،کوټه کې له تیرې څه مودې راهسې په هدفي او فرقه ایزو وژنو کې په بیا بیا شییعه ګان په نښه کېږي.

XS
SM
MD
LG