د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ټوکیو کنفرانسه ډېرې هیلې لرو. کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی






ولسمشر حامد کرزي د جاپاني رسنیو سره په داسې حال کې خبرې کړي چې د جاپان د توکیو ښار به د یکشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یو نړېوال کنفرانس کوربه وي.

د افغانستان ولسمشر کرزي له جاپاني رسنیو سره په داسې حال کې خبرې کړي چې د جاپان ټوکیو ښار به د اتوار په ورځ د افغانستان په اړه د یو نړېوال کنفرانس کوربه وي.

د حامد کرزي د ویاند دفتر د هغه له خولې وايي، دا درییم مهم کنفرانس دی چې د افغانستان په اړه په جاپان کې جوړیږي.

د نوموړي په وینا تر دې مخکې کنفرانسونو د افغانستان لپاره ښې پایلې لرلې، خو د ټوکیو کنفرانس ته دوی تر پخوا زیات هیله من دي چې له افغانستان سره ضروري مالي مرستې وکړي.

کرزي جاپاني رسنیو ته ویلي، تمه لري چې په توکیو کې به نړېواله ټولنه د هغوی ملاتړ وکړي ، د نوموړي په وینا تر کنفرانس د مخه دوی له نړېوالې ټولنې سره سلا مشورې کړي او داسې ښکاري چې په دې برخه کې مثبت نظرونه شته دی.

ولسمشر کرزي ویلي،”افغانستان زموږ هېواد دی او ساتنه يې زموږ دنده ده، خو که چیرې بهرنۍ او د ګاونډیو لاسوهنې دوام وکړي موږ د دې د مخنیوي لپاره د نړېوالې ټولنې مرستو ته اړ یو او له همدې کبله نړېواله ټولنه افغانستان ته راغلې ده.٬٬

یو شمېر جاپاني رسنیو ویلي، چې ولسمشر کرزی به په دې کنفرانس کې له نړېوالې ټولنې څخه د افغانستان لپاره د کال څه کم څلور میلیارده ډالر مرسته وغواړي.

په افغانستان کې د اداري فساد د ستونزې په اړه ولسمشر کرزي جاپاني رسنیو ته ویلي ، د اداري فساد په بشپړه توګه له منځه وړل یو لوی هدف دی چې په کم وخت کې ورته رسیدل ممکن نه دي خو کمول یې په کاري لومړیتوبونو کې ده.

ولسمشر کرزي ویلي، اداري فساد دوه اړخو نه لري یو یې دننه په دولتي سیستم کې دی او بل اړخ يې د مرسته کونکیو هېوادونو له خوا د مرستو له تړونونو او د افغانستان بانفوذه سیاسي شخصیتونو یا هغو کسانو ته ددې قراردادونه په ورکولو چې ددې اشخاصو سره ارتباط لري تړلی دی.

د ښاغلي کرزي په وینا په افغانستان کې د اداري فساد د ورکاوي لپاره باید افغان حکومت او مرسته کونکې په ګډه کار وکړي که نه یوازې د افغان حکومت هڅې کومې پایلې ته نه رسیږي.

نوموړي د جاپاني رسنیو سره په دې خبرو کې پرخپلو نړیوالو متحدینو ټنګار کړی چې د افغانستان قانون ته درناوی به د خلکو باور پر حکومت زیات او د اداري فساد په ورکولو او راتلونکې ته د خلکو په هلیمن کیدو کې به مرسته وکړي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر د ښاغلي کرزي له خولې زیاتوي ، په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان سره شوي بهرنیو مرستو په متوسطه توګه د افغانستان د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوستی دی ، خو که چیرې دا مرستې له سمو لارو لګیدلی او د افغان حکومت په واک کې ورکړل شوې وای نو د ښاغلي کرزي په وینا تر دې به یې هم ښه ګټه شیندلې وای.

XS
SM
MD
LG