د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد بحال، کنټېنرې افغانستان ته واوښتې






له تیرو اوو میاشتو راهیسي چې د ناټو د اکمالاتي موټرو پر وړاندې د پاکستان لاري تړل شوې وې، او اوس يې بیرته د خلاصېدو اعلان وکړ . لومړنۍ درې کنټينري نن پر چمن پوله افغانستان ته واوښتې. له سیمې د کسټم چارواکي وايي، ټول څلور کنټينرې ولاړې وې، چې درې دا وخت واوښتې، او څلورم کنټينر هم پسې روان دی.

د نهې په ورځ اسلام آباد دغه بندیز د ختمولو فیصله له هغې وروسته وکړه کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلري کلنټن د هاغه هوایي برید په اړه رښتونې خواشیني وښوده چې تېر کال په نومبر کې یې ۲۴ پاکستاني سرتیری وژلي وو.

اسلام آباد د دغه پيښې په رد عمل کې د رسد لارې و تړلې او بیرته پرځای کېدل یې له امریکايي بخښنې سره مشروط کړ. د دغه بندیز له امله نیټو دې ته مجبوره شو چې په اوږدو او ګرانو شمالي لارو د روس او منځني اسیا د تېریدلو وروسته سامان افغانستان ته و رسوي.

امریکایی چارواکو ویلي تمه لري چې د شورو په ورځ به ټرکونه افغانستان ته اویښتل پیل شي. بلخوا پاکستانيو طالبانو دهړکه ورکړې که چیري په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته سامان رسول بحال شي نو په مال وړونکو ګاډو به بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG