د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې ډالر جګ شوی








ظفرکریمي مشال ریډیو


کراچۍ: د کراچۍ د سیکې (کرنسۍ) د راکړې ورکړې په بازار کې د امریکایي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ټیټ شوی او اوس یو امریکایي ډالر له ۹۵ تر ۹۶ روپو باندې خرڅیږي ـ

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د ډالر د زیاتیدو رجحان به دوام ولري او هغه ځکه چې پاکستان ته له بهره د ډالر راتلل کم شوي دي ،د اقتصادي چارو کارپوه وکیل الرحمان په دې اړه وایي،

((ددې وجه داده چې د ډالر پاکستان ته راتلل بند شوي دي او د پاکستان نه بهر د ډالر وتل زیات شوي دي ـ یو خو پاکستان ته د ۲۰۱۰ راهسې د اتحادي هیواد په توګه د امریکې څخه د امداد په صورت کې ترلاسه کیدونکی امداد بند شوی دی او بل پاکستان په اوسني مالي کال کې د ايي ایم ایف څخه ترلاسه کیدونکي قرض ورکول شورو کړي دي ـ ددې سره د ډالر طلب زیات شوی دی او نرخ یې ګران شوی دی ))

د کراچۍ هغه سوداګر چې له بهر نړۍ څخه مالونه پاکستان ته راوړي وایي د ډالر د نرخ د زیاتیدو سره له بهره راوړنکي مالونه ګران شوي چې له کبله یې په خلکو کې د هغې د اخیستو وړتیا کمه شوې ده او همدا وجه ده چې ددوی کاروبار هم ورځ تر ورځه مخ په کمیدو دی ـ

د اقتصادي چارو کارپوه وکیل الرحمان زیاتوي که یوې خوا ته امریکا او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو پاکستان ته د ډالر په شکل کې ورکونکې نقدې مرستې درولي نو بلې خوا له اوږدې مودې راهیسې د بجلۍ د کمۍ یا لوډشیډنګ او ځینو نورو وجو له کبله لوي سوداګر خپله سرمایه له پاکستانه بهر وباسي ـ

((لویې کمپنیانې لګیا دي خپله سرمایه وباسي ـ حب پاور خپل ټول شیرز(ونډې) خرڅې کړي دی ، ای سي ایي هم خپلې ونډې خرڅوي لګیا ده ـ ددې وجه د امن اومان خراب صورتحال او د بجلۍ او ګیس کمی یا لوډ شیډنګ دی ))

د وکیل الرحمان په خبره د ډالر د ارزښت د زیاتیدو له کبله هغه سامانونه چې له بهر نړۍ څخه راوړل کیږي لکه تیل،موبایل ټیلي فونونه ، د بجلۍ سامان،کاسمیټکس،کاغذ اود کاغذ څخه جوړ سامانونه ،ګاړي او نور د عام استعمال څیزونو نرخونه ګرانیږي ـ

XS
SM
MD
LG