د لاسرسي ځای


هارون باچا - مشال راډيو


واشنګټن:- د امريکا خارجه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو د امريکا او پاکستان د خارجه وزيرانو تر مينځ شوې د نهې د ورځې د ټيليفوني خبرو تفصيل خپور کړی دی- په اعلاميه کې د امريکا د خارجه وزيرې هېلري کلېنټن له خولې ليکل شوي، د دې له پاره د خوښۍ ځای دی چې د پاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کر ورته د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې د پاکستان د ځمکنيو لارو د بيرته پرانېستل کېدو خبر ورکړ-

هېلري کلېنټن له مېرمن کر سره په خبرو کې د مومندو په سلاله چيک پوسټ شوي د تېرې نومبر مياشتې د ناټو پر هوايي بريد سخت خفګان او افسوس ښکاره کړ او د وژل شويو پاکستاني عسکرو کورنيو ته يې خپلې خواخوږۍ ولېږلې-

پاکستان د ناټو د دغې حملې په ځواب کې، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو د اکمالاتو پر مخ خپلې لارې وتړلې او له امريکا يې د رسمي بښنې غوښتنه وکړه-

په اعلاميه کې د هېلري کلېنټن له قوله وييل شوي چې دې او د پاکستان خارجه وزيرې هغه تېروتنې چې د مومندو د پېښې لامل شوي، تاييد کړې او دا چې په راتلونکي کې به له افغانستان او پاکستان سره په ګډه، د ورته پېښو د تکرار مخه نيولو ته ژمن واوسېږي-

په عين وخت کې د امريکا د خارجه وزارت وياندې وېکټوريا نيولينډ په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ناټو د اکمالاتو له پاره د لارې ورکولو د پاکستاني حکومت پرېکړې هغه يوه فرصت رامخ ته کړ چې په ترڅ کې به يې د ترهګرۍ خلاف مبارزه په ګډه سره پر مخ يوړل شي-

نوموړې په ټوکيو کې د افغانستان په اړه کېدونکي کنفرانس ته په اشارې زياته کړه چې موږ به نړۍ ته وښايو چې د ناټو له مامورييت سره ملاتړ کولو ته يو ځل بيا چمتو يو، او دا چې ترهګر چې هر چرته وي، که په افغانستان کې وي او که په پاکستان کې، له ماتې سره د دوﺉ د مخ کولو په خپلو شريکو ګټو به توجه مرکوز کړو-

د امريکا د خارجه وزارت په اعلاميه کې هم راغلي چې مېرمن کلېنټن او مېرمن کر په خپلو خبرو کې د هغو ترهګرو پر ضد چې د پاکستان، متحده ايالاتو او سيمې امن ته خطر جوړوي، د غښتليو کوښښونو ضرورت په ګوته کړ- دغه راز ويل شوي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د امنييت، ثبات او روغې جوړې له روانو هڅو سره د خپلو حکومتونو د ملاتړ او په يو شمېر نورو برخو کې، لکه تجارت او پانګه اچونه او همداراز د دواړو هېوادونو د ولسونو تر مينځ د اړيکو د پراختيا په ارزښت هم خبرې وکړې-

مېرمن کلېنټن د پاکستان خارجه وزيرې ته په ډاګه کړه چې موږ بايد په داسې يوه ستراتيژيک او تل پاتې تعلق کې سره ونښلوو کوم چې زموږ د دواړو ملتونو او د ټولې سيمې د امنييت او سوکالۍ له پاره سودمند ثابت شي-

د امريکا د خارجه وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز د نوموړې له خولې ويل شوي چې پاکستاني او امريکايي ځواکونه يو شريک دښمن ته مخامخ دي او دا چې دواړو هېوادونو ته د ترهګرۍ خلاف جګړه کې په وررسېدليو زيانونو افسوس دی-

مېرمن کلېنټن له مېرمن کر سره په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې له پاکستان سره يې د ترهګرۍ ضد جګړې همکاري پیاوړې کړې، چې هم د دغې مبارزې له لارې به هڅه وکړي په سيمه کې القاعده ته ماتې ورکړي-

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټه رالنډيږي، د امريکا خارجه وزيرې ويلي د پاکستان د اکمالاتي لارو د بيرته خلاصېدو په صورت کې به د دې حکومت او هم ايساف ملکونه وکولای شي له دغه هېواده خپل ځواکونه او پوځي مهمات په کم لګښت او لږ وخت کې بهر ته وباسي-

هم د هېلري کلېنټن په خبره، د پاکستان خارجه وزيرې ورته ويلي چې حکومت به يې د ناټو له موټرو اضافي پيسې نه اخلي، خو بس دا چې له دغو لارو به پرته د افغان امنييتي ځواکونو له تجهيزاتي سامانه، کومه جنګي وسله افغانستان ته نه انتقاليږي-

XS
SM
MD
LG