د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستاني استخبارات په بلوچستان خپلسري کارونه کوي"




احمد شاه اعظمي


پراګ: د پاکستان وزيراعظم راجه پروېز اشرف ويلي چې د بلوچستان له خلګو سره تر سره شوی زياتوب د محرومۍ لوی لامل دی چې د ده حکومت به د پای ټکی ورته ږدي او د صوبې د پرمختګ او ثبات لپاره به کار کوي. نوموړي دا خبرې د ګل په ورځ په اسلام آباد کې د بلوچستان په اړه يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

وزيراعظم راجه پروېز اشرف لومړی حکومتي لوړ پوړی چارواکی دی چې دا خبره يې ومنل چې په بلوچستان کې استخباراتي ادارې پر خپل سر کارونه کوي. نوموړي زياته کړه چې د صوبې خوشالي او ثبات يې لوی هدف دی.


((په بلوچستان کې به ثبات او خوشالي راوستل زما د حکومت په لومړيتوبونو کې وي. د سټراټيجيک ارزښت له کبله په دې سيمه کې امن ډېر ضروري دی. مرکزي حکومت د دې ځای له خلګو سره په تر سره شوي زياتوب خبر دی چې د محرومۍ کلک احساس يې راوپاروی. په ډېر افسوس سره به ووايم چې په تيرو وختونو کې بلوچستان د لومړيتوبونو په پای کې و.))

د وزيراعظم د دې وينا په هکله چې مې کله د مشر بلوڅ سياستوال کچکول علي اېډوکېټ څخه د هغه د غبرګون په اړه وپوښتل نو نوموړې په ځواب کې وويل چې په پاکستان کې هر څه د اسټيبلشمنټ(پوځي او استخباراتي ادارو) تابع دي او ولسي حکومت او عدالتونه هيڅ واک او اختيار نه لري.

((د پاکستان اسټيبلشمنټ اوس نړۍ ته دا پېغام ورکول غواړي چې د بلوچستان ستونځه زموږ داخلي ده او زموږ عدالت او حکومت دواړه په حرکت کې دي او که اېجنسيانو څه وکړه نو موږ يې پخپله چاره کوو. خو موږ ته مالومه ده چې د پاکستان د امنيتي ادارو په ځانګړې توګه د اسخباراتي اېجنسيانو مخې ته نه د عدالت څه حيثيت شته، نه د وزيراعظم او نه هم د صدر. ټول ملک د دوی دی او دا نور يې تابع دي او هيڅ حيثيت نه لري.))

په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپالو لخوا د څو کلونو راهيسي مبارزه روانه ده. په لومړي سر کې خو دوی د سيمي پر وسايلو د خپل حق غوښتنه کول خو اوس يې دريځ دا دی چې له پاکستانه بېل شي او په آزاد حيثيت ژوند وکړي.

تر دې وړاندي هم د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د بلوچستان دورې کړي وې او په حالاتو کې يې د بدلون ژمنې کړي وې خو د صوبې پر حالاتو ژور نظر ساتونکی خبريال او شنونکی صديق بلوڅ وايي چې د وزيراعظم په بيان سره به هيڅ بدلون رانشي.

((په دې کې به څه بدلون رانشي ځکه چې سياسي حکومت واک نه لري. په يوه خبره بايد ځان پوه کړو چې په څلورو سيمو لکه بلوچستان، قبايلي سيمو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان کې د ولس هيڅ رول نشته. منتخب حکومت يوازي د پيسو خوړلو اجازه لري نور هيڅ واک نه لري. د امنيت ټوله چارې د پوځ په لاس کي دي. دوی دا په ډاګه کړې ده چې امنيت به له پوځ سره وي او چې څه يې خوښه وي هغه به کوي. تر څو چې امنيتي چارې ولسي حکومت ته نه وي سپارل شوي په حالاتو کي به هيڅ بدلون رانشي.))

د پاکستان د بشري حقونو د سازمان بلوچستان څانګه هم په وار وار دا خبره تاييدوي چې په صوبه کې خلګ تښتول کيږي او څه موده وروسته يې خراب شوي مړي وموندل شي. دا چې د وزيراعظم د اوسني بيان په اړه د بشري حقونو اداره څومره خوشبینه ده.

د ياد سازمان يو مشر ظهور شاهواني د وزيراعظم بيان يوازي يو اخباري بيان ګڼي او وايي چې تر څو بااختياره ادارې عملي ګامونه پورته نکړي تر هغو د بلوچستان مسله نشي حل کېدای.

((دا ډېره ناممکنه خبره ده. په بلوچستان کې په نږدې راتلونکې کې حالات داسي نه دي چې وزيراعظم يې سم کړي ولي چې يو شی چې په څلور نيم کاله کې سم نه شو نو په شپږ مياشتې کې چيري سمېدلای شي. نو حکومت بېخي بې اختياره دی او د بلوچستان په حواله دا ډول اخباري بيانونه هره ورځ راځي. خو خبره دا ده چې عملي اقدامات د دوی په اختياراتو کې نشته. د بلوچستان په حواله چې بااختياره خلګ دي نو پکار ده چې هغه داسي اقدامات وکړي چې ټوله لادرکه شوي خلګ منظر عام باندي راولي او څوک چې جېلونو کې دي هغه راولي. نو د دا ټولو خلګو څخه چې د يو مستقل حال لپاره رايه عامه هموار شي نو کېدای شي چې يو ګنجايش پيدا شي.))


په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپالو لخوا د څو کلونو راهيسي مبارزه روانه ده. په لومړي سر کې خو دوی د سيمي پر وسايلو د خپل حق غوښتنه کول خو اوس يې دريځ دا دی چې له پاکستانه بېل شي او په آزاد حيثيت ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG