د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستاني واکمن د خپلو مشکلات حل نه لري"







بوریوال کاکړ ، مشال راډیو


پراګ: له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهسې نړیوال او ګاونډي هیوادونه پر پاکستان تور لګوي چې د دې ملک په پوځ او استخباراتي ادارو کې داسې عناصر شتون لري چې ترهګرو ته مرسته او پټنځایونه ورکوي. د ۲۰۱۱م کال د مې پر دویمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو پر پاکستان د نړیوالو او ګاونډیانو شکونه لا زیات کړل. دې هیوادونو او پر ترهګرۍ نظر لرونکو ته داسې ښکاري چې پاکستان اوس القاعده او نورو وسله والو ته د نړیوال جهاد جاري ساتلو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی.


خو د پاکستان حکومت او پوځ دواړه د نړیوالو او په خاسه توګه د امریکا د ځینو چارواکو دا تورونه نه مني چې ګواکې د اسامه بن لادن په څېر د القاعده ترهګرې ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري هم په پاکستان کې پټ دی.

پاکستاني چارواکي د امریکا د دې غوښتنې منلو ته هم زړه نا زړه دي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي کومه چې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو ، افغان ملي اردو او په خاسه توګه په دې هیواد کې د امن په وړاندې تر ټولو جدي خطر ګڼل کیږي.

له دې سره سره د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې په پاکستان کې دننه ، امنیتي ، سیاسي او اقتصادي حالات ورځ په ورځ پر خرابېدو دي.

په عین حال کې د ترهګرۍ پر ضد جنګېدونکو هیوادونو کې داسې فکر پیدا شوی دی چې ګواکې پاکستان اوس القاعده او نورو وسله والو ته د نړیوال جهاد جاري ساتلو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی.

په پېښور کې د سیمه ییزو چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي چې که څه هم القاعده او نور وسله وال د پخوا په پرتله کمزوري شوي دي خو بیا هم د پاکستان په وړاندې یو لوی خطر دی.

( په القاعده کې هغه زور اوس نشته. خطره شته ، خو پاکستان ته ډېره کمه شوې ده. تحریک طالبان او نور جهادیان هم هغسې نه دي لکه څنګه چې پخوا وو. خو دا اوس هم د پاکستان لپاره یو لوی خطر دی. په پاکستان کې چې تر څو سیاسي او اقتصادي مسلې وي نو تر هغه وخته به حکومت او پوځ ته دا مشکل وي چې د دوی پر ضد اغېزمن ګامونه پورته کړي).

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري وايي ، تر څو چې پاکستان خپلې کورنۍ ستونزې نه وي هوارې کړې تر هغه وخته له مشکلاتو نه شي وتلای.

( که یې له امریکا سره د سامان د وړلو راوړلو پر سر پرېکړه وشوه نو بیا به زما په خیال د ځینو مسلو هوارول ورته نسبتاً اسان شي او د یوازې کېدو چې کوم خطر دی هغه به تر یو څه حده لږ شي. خو تر څه وخته چې دوی خپلې کورنۍ ستونزې نه وي هوارې کړي او ریاست خپله کارکردګي نه وي ښه کړې ، تر هغه وخته زما په فکر پاکستان خپل مشکلات نه شي قابو کولای)

خوله دې مشکلاتو د وتلو لپاره پاکستاني چارواکي څومره جدي دي؟ کارپوه حسن عسکري وايي چې هغوي یوازې د نن پر ستونزې نظر ساتي او سبا ته نه ګوري.

( دا وخت نه د پاکستان له حکومت او نه هم له پوځ سره داسې فکر شته چې له دې مشکلاتو ووځي. اوس چې څه ډول دوی معاملات پر مخ بیايي هغه داسې دي چې دا نن ورځ دي تېره شي د سبا خبرې به سبا کوو. دوی یو لنډمهاله علاج کوي چې له هغه سره حالات په لنډمهاله توګه سم شي خو روښتوني مسایل بل وخت ته پرېښودل کیږي چې هغوي بیا وروسته لا نور خطر ناک شي ).

د شنونکو په وینا ، پاکستان نه یوازې په کورنۍ توګه له سخت دریځۍ ، بېلتون غوښتونکو او د اقتصاد او انرژۍ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دی بلکې د ترهګرۍ په جګړه کې د بشپړه مرستې نه کولو د تور له امله یې سیمه ییزې او نړیوالې اړیکي هم له کړکېچ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG