د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ د همکارۍ په کمېدو خفه یو : راسموسين


د ناټو عمومي سېکرتري انډرې فوغ راسموسين
د ناټو عمومي سېکرتري انډرې فوغ راسموسين



هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:- د ناټو عمومي سېکرتري انډرې فوغ راسموسين ويلي چې د افغانستان د مسالې د حل په لړ کې د پاکستاني پوځ په همکارۍ کې د کمي په واقع کېدلو ورته سخت افسوس دی-

نوموړي، چې په بروکسلز کې يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، په عين وخت کې هيله وښوده چې له پاکستان سره د ګډو هلو ځلو بيرته پيلېدل به ډېر وخت و نه نيسي:

((موږ په دې تېرو مياشتو کې د پاکستان د پوځ په همکارۍ کې د کمي شاهدان اوسېدلي يو، چې ما ته پرې سخت افسوس دی- او دا ځکه چې زما په فکر، د پاکستان او ناټو تر مينځ نږدې همکاري د دواړو خواوو په ګټه ده- له دې کبله زما هپله دا ده چې ډېر لرې به نه وي چې د همکارانه فعالييتونو پر ځای کېدل ووينو-))

ښاغلی راسموسين په داسې حال کې د پاکستان له خوا د همکارۍ بيرته پيلېدو ته هيله من دی چې وييل کېږي د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې د دې هېواد دلارو دوامدار بندېز د امريکا او پاکستان اړيکې د خطر تر بريده خراب کړې دي-

پاکستان د مومندو په سلاله چيک پوسټ شوي د تېرې نومبر مياشت د ناټو د هوايي بريد په ځواب کې، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت د دې سازمان د ځواکونو پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وتړلې-

ناټو دا مهال د خپلو ځواکونو د اړتياوو پوره کولو له پاره د روسيې او مينځنۍ آسيا د هېوادونو لارې کاروي، چې د امريکا د پوځي چارواکو په خبره، د پاکستان د لارو په مقابل کې درې برابره ګرانې تمامېږي-

راپورونه په عين حال کې وايي چې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله د همکارۍ د بيرته پر ځای کېدو هيلې وروسته تر هغې نورې هم ټکنۍ شوې چې کابل په دې وروستيو کې د کونړ ولايت په سرحدي سيمو د پاکستان له لوري د توغنديو د ويشتل کېدو په معامله جدي غبرګون ښکاره کړ، او اسلام اباد تور پورې کړ چې وسله وال د افغانستان له خاورې د پاکستان قباييلي سيمو ته اوړي او دغلته پاکستاني ځواکونه او خلک په نښه کوي-

په داسې کې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان الن د تېر اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او نورو پاکستاني چارواکو سره ليده کاته وکړل- د دغو ملاقاتونو په اړه د پاکستان خارجه وزارت ويلي چې خبرې مثبتې وې خو دا چې کومه حتمي نتيجه يې لا هم نه ده ورکړې-

د بروکسلز خبري غونډې ته په وينا کې د ناټو عمومي سېکریتري انډرې فوغ راسموسين په دې وروستيو کې د طالب وسله والو په حملو کې د شدت موضوع ته په اشارې وويل چې د افغانستان له پاره د ده د سازمان تګ لاره به څپڅبانده (متزلزله) نه کړي:

((طالبان، ښکاره ده چې د خپلې ستراتيژۍ په ترڅ کې غواړي افغان امنييتي ځواکونو تر لاسه کړی باور بې ارزښته کړي- خو پرېږده چې زه دا خبره هم په ټينګار سره وکړم چې دوﺉ زموږ ستراتيژي کمزوری کولی نه شي- زموږ ستراتيژي دا ده چې د امنييت بشپړ ذمه وارۍ په تدريجي ډول افغانانو ته ور په غاړه کړو-))

ټاکل شوې چې د افغانستان د امنييت مسولييت د دې هېواد خپلو ځواکونو ته د حواله کولو بهير د راتلونکي کال تر نيمايي پورې بشپړ شي، چې دغه راز بهرني ځواکونه وکولای شي د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له افغانستانه ووځي-

XS
SM
MD
LG