د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي و پاکستاني چارواکي پر لار پرانیستو غږېږي




د میډیا رپورټونه وايي پاکستاني لوړ پوړي حکومتي او دفاعي چارواکي په افغانستان کې د نیټو ځواکونو په وړاندې د سامان د رسد مهمې تړل شوې زمکني لارې واپس پرانیستلو په بابله د خبرو لپاره نن ملاقات کوي.


دغه لارې د پروسږ کال نومبر میاشتې راهیسې تړل شوې کله چې د نیټو په هوايي بمباري کې څلورویشت پاکستاني پوځیان ووژل شول.
د لار
د امریکا د بهرنو چارو وزارت وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د تېرې اونۍ په آخره کې د پاکستان وزیراعظم راجه پرویز اشرف سره په ټیلي فون د لارو په اړه خبرې کړي.

د ګل په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تامس نایډز له پاکستاني چارواکو سره د خبرو وروسته بیرته واشنګټن ته لاړ. د پاکستاني میډیا رپورټونو ویلي په افغانستان کې د نیټو ځواکونو مشر قومندان جنرل جان الین د ګل په ورځ اسلام آباد ته تللی وو چې په څه کم یوه اونۍ کې دننه یې دا دویم سفر جوړیږي. خو پاکستاني او امریکايي چارواکو يي په سمدستي ډول پخلی و نه کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG