د لاسرسي ځای

يوه اونۍ کې د جان اېلن پاکستان ته دويم سفر


په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان الن او پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني

په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان الن او پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني






رياض موسه خېل اسلام آباد

په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان الن پرون اسلام آباد کي د پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني او نورو پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا سره د نیټو سپلايي بهالولو په باب خبرې اترې روانې دي خو لا حتمي نتيجو ته نه دي رسیدلي .

د خارجه دفتر وياند معظم علي خان مشال ریډیو ته وویل دواړه هیوادونه غواړي ټولې مسلې په خبرو هواري کړي.

(( په ټولو مسلو مو خبرې کړي دي، خو لا څه نتیجې ته نه یو رسیدلي، او دواړه ملکونه غواړي چې څومره ژر وي، تعلقات خپل عادي حالت ته راولي، مثبت پرمختګ روان دی، خو په حتمي توګه څه نشو ویلي))

په دغه خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر، د خزانې وزير حفيظ شېخ ، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تامس نایډز او په پاکستان کې د امریکا سفیر کېمرون منټر هم ګډون وکړو.


يوه اوونۍ کې د جنرل جان اېلن پاکستان ته دا دويمه دوره ده. په داسې حالاتو کې د پاکستان او امریکا تعلقاتو بحالي او ناټو د رسد لارو پرانستو څومره امکانات دي په دې اړه د خارجه چارو کارپوه او په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو د څانګې مشر، پوهاند اعجاز خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د جنرال الن له دورې دا خبره ظاهرېږي چې له پاکستانه ورته څه مثبته اشاره ترلاسه شوېده ځکه چې هغه د تشو خبرو اترو له پاره دومره زر زر نه راتلو.

د ده په وېناد دواړوملکونو تعلقات بحالېدو زياته ګټه به پاکستان ته ورسي ځکه چې دا وخت پاکستان د لويو ستونزو ښکار دې.

اعجاز خټک زياته کړه چې پاکستان دا وخت په يو عجيبه کشمکش کې دی ، دوي غواړي چې د ناټو په اړه واضحه فيصله وکړي خو بيا یې هم نشي کولای.

XS
SM
MD
LG