د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان لپاره جدید دفاع وزارت جوړوي



رضوان الله محمد هلال


د امریکا پوځ وايي د ۹۲ میلیونو ډالرو په مصرف د افغانستان د دفاع د وزارت لپاره دغه نوې ودانې به پنځه پوړه ولري او زیر زمیني به يې په نوي پوځي تکنالوژۍ سمبال د قومندې مرکز وي.


خو د واشنګټن پوسټ په وینا په پلان شوې ودانۍ کې د ځینو بدلونو په اړه د افغانستان ددفاع د وزیر غوښتنې د امریکايي پوځي مقاماتو لخوا په نه سره ځواب شوي دي.

جنرال عبد الرحیم وردګ غوښتنه کړې چې ددفاع وزارت په نوې ودانۍ کې باید دده دفتر له پلان شوې اندازې څخه پراخ وي او باید دده دفتر د وزارت له نور پرسونل څخه په یوه څه واټن کې موقیعت ولري.

خو د واشنګټن پوسټ په وینا د امریکا پوځ د ښاغلي وردګ دا غوښتنه په دې ویلو سره رد کړې چې دا بدلونونه به سلګونه زره ډالره اضافي لګښت ولري او دوي غواړي چې د ودانۍ لپاره جوړه شوي نقشه پرته له کوم تغیر څخه عملي کړي.

د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره د ناټو د قومندانۍ د انجینرۍ د څانګې مشر ډګروال اندریو باکس واشنګټن پوسټ ته ویلي مونږ به دا پروژه په نقشه کې له بدلون پرته ،بشپړه کړو او افغان لوري ته به يې وسپارو .

د نوموړي په وینا که بیا هم افغان مقامات په ودانې کې تغیرات راولي نو له تسلیمۍ وروسته دې په خپله په کې راولي.

واشنګټن پوسټ دغه را ز خبر ورکړی چې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د امریکا د مرستو په لړ کې واشنګتڼ د ۵۴ میلیونو ډالرو په لګښت د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت لپاره هم نوې ودانۍ جوړوي.

متحده ایالات د افغان امنیتي ځواکونو د تاسیساتو په شمول د یولس نیم سوه ودانیو جوړولو پلان جوړ کړې چې تر دې دمه يې ۶۰۰ پروژې بشپړې کړي دي.

د امریکا د پوځ چارواکي د افغانستان ددفاع د وزیر د غوښتنو په ردولو سره وايي ددې پروژې په پاتې برخې د بیا غور او په هغې کې د بدلون لپاره وخت او فرصت نه لري .

امریکايي قومندانان وايي جنرال وردګ ورڅخه غوښتي چې دده دفتر چې پلان شوې څه باندې څلور سوه متر مربع وي ،باید دوه چنده مساحت ولري.

دغه را زنوموړي غوښتي چې د زیرزمینۍ پراخوالي باید د څه د پاسه ۱۲ سوه متر مربع پر ځای اتلس سوه متر مربع وي او هغه شخصاً باید په مستقیمه او جلا توګه د ودانۍ لفټ ته لاره ولري.

خو د امریکا پوځ وايي د ښاغلي وردګ ددې غوښتنو عملي کیدل به نورو ۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا ولري او دوي نشي کولۍ دا عملي کړي.
XS
SM
MD
LG