د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د ( تیږې) دود


د خیبر پښتنو یوه جرګه
د خیبر پښتنو یوه جرګه

فرهاد شینواری


د نورو پښتون میشتو سیمو په څیر په خیبر کې هم د تیږې دود لا هم ډیر ارزښت لری او یوژوندۍ او فعاله دود دی.


په پښتنو قبایلو کې د تیږې مطلب د سولې بنیاد کیښودل دي. د آدم خیلو قبایل ورته( کانړۍ) وایې خو د خیبر خلک ( تیږه) بولي ، کله چې په دې سیمه کې دوه قبیلې یا کورنۍ په جګره کښوزي او یا هم یو بل ته مرګ ژوبله واړوي نو سمدستی د سیمې ځینې مشران یوه جرګه جوړه کړي او ترمنځ یې یوه عارضی سوله او ډزبندی وکړی،او تر یوې ټاکلې نیټې پورې له دواړو قبیلو یا کورنیو په څه شرطونو د پرامنه اوسیدو ضمانتونه واخلی، چې بیا یې څوک سرغړونه نه شي کولای.

د تیږې د دود په اړه د خیبر سیمې یو مشر حاجی زړه ور خان آپریدي مشال ریډیو ته وایي، (( کله په قام کې د چا ترمینځ یوه نښته وشی او زخمی یا مړۍ پکې وشي نو بس موږ ورشو او ورته ووایو چې دا څه شوي بد شوي دي او نور به څه نه کوۍ، موږ به مو تر یوې مودې پورې په مینځ کې یو. په یو بل به ګزار نه کوۍ، بس دواړه فریقین یې ومنی او تیږه ورته کیږ دو))

دا چې د تیږې کیښودو څه اصول وي په دې اړه د خیبر سیمې یو ملک عبدالله خان آپریدی وايي، (( تیږه موږ داسې ږدو چې له دواړو فریقو یو شمیر ټوپکې د ضمانت له پاره واخلو،او جرمانه پکې مقرر کړو چې که چا ترې سرغړونه وکړه نو ټوپکې به یې ضبط وي او درنه جرمانه به پرې کوي، دغه جرمانه د لسو لکو نه نیولې تر دیرشو لکو پورې وي))

ملک عبدالله خان زیاتوی چې (( د ځینو وړو کشالو له پاره معمولي تیږه وي خو بیا د لویو پیښو له پاره د تیږې نیټه او جرمانه هم زیاته وي، دی وایې چې د دغه ټاکل شوې نیټې په مینځ کې د دواړو لوریو ترمینځ د روغې جوړې کوشش هم کوو او په ځینې وختونو کې په کې کامیاب هم شو ))

د تیږې دود د اهمیت په اړه شاعر او ادیب سلیم راز وایې (( دا یو نا لیکلۍ آئین دۍ خو قبایل یې مني او ډیر په احترام یې قبلوي،او په دې سره هغه تاو او جذبات راکم شی او بیا په سړو دماغو د هغې رامینځ ته شوې پیښې حل راباسي، ))

او یو بل شاعر او لیکوال جانس خان وایي، (( ما لیدلي دي چې د دوو فریقو ترمینځ دوه یا درې مړی شوي وي خو چې د دوی ترمینځ تیږه وي نو په فاتحه کې سره یو ځای ناست وي او د دغې دود سرغړونه نه کوي،نو په دې هم دا یو ښه دود دۍ))

د خیبر قبایلی سیمې خلک وایي چې د تیږې دود په دې سیمه کې د ځایې خلکو ترمینځ د سولې په راوستو کې یو مهم رول لوبوي،،،،

ټولې فیصلې موږ په جرګو کوو
قدر د مشرانو په لېمو کوو
XS
SM
MD
LG