د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قاهره کې د شام پر راتلونکې نړیواله غونډه





د شام د رژیم څه نا څه دوه نیم سوه مخالف غړي نن په قاهره کې د ملګرو ملتونو، روس او امریکا په مرسته د سیاسي انتقال په منصوبه غونډه کوي. د عرب لیګ لخوا په رابلل شوې دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د فرانس ، تیونس، او ترکي نمایندګانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوېده.


د ازاد شام پوځ چې په دغه هیواد کې د ولسمشر بشر ال اسد پرضد جنګیږي، د دغه غونډې غندنه کړې ده، او دا یې یو سازش ګرځولی دی، چې د شام رژیم د اتحادیانو لکه ایران او روس د پالیسۍ مقصدونه سر ته ورسوي.

په شام کې د روان تشدد په اړه د تیر خالي په ورځ په جېنیوا کې د نړۍ طاقتونو په یوه غوڼده کې د یو انتقالي حکومت د جوړولو وړاندیز کړی دی ، چې پکې به د اسد د رژیم او مخالف غړي شامل وي، اخوا د شام د رژیم مخالفو غړو د دغه پلان غندنه کړې، او دا یې یوه مسخره بللېده

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG