د لاسرسي ځای

د خیبر ایجنسۍ په لواړګی بازار کې تیره میاشت په بمی چاودنه کې د میوو یو دوکاندار۴۰ کلن حجم خان هم وژل شوی وو،خو نوموړی چې په خپل دوکان کې له ځان سره یو توتي ساتلی وو هغه پکې بچ پاتې شوی،او د چاودنې په لیدو او د خپل مالک په مرګ ډیر خفه په نظر راځي، دغه توتي اوس خوراک څښاک نه کوي او نه هم له چا سره خبرې کوي. بس د چاودنې ځای ته ګوري او هغه ورځ ورته یادیږی چې هر طرف ته تور لوګي وو،او خواره واره انسانان په زمکه پراته وو. دا ویډیو فرهاد شینواري له خیبره را استولې ده

XS
SM
MD
LG