د لاسرسي ځای




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان په ستر صنعتي او سوداګریز ښار کراچۍ کې د تېر په څېر د جون په میاشت کې هم د هدفي وژنو او اخ و ډب پېښو دوام لرلو ـ د پولیسو د شمیرې تر مخه د ښار په بېلا بېلو برخو د جون په میاشت کې ۱۶۹ کسان وژل شوي دي ـ


د ژغورنې ادارې وایي د جون په میاشت کې دوي ته په لاس ورغلو مړو کې د یو شمیر داسې کسانو مړي هم و چې په جسمونو یې د تشدد نښې وې او د وژلو روستو په بوجیو کې بند کړل شوي وو.

د ژغورنې ادارې ایدي د مالوماتو د څانګې مشر محمدعمران په دې اړه مشال ریډیو ته وایي
((د جون په میاشت کې ټولټال زمونږ ایمبولانسونو کې ۱۱۲ هغه مړي هسپتالونو ته وړل شوي دي چې په ډزو وژل شوي و ـ ددې ترڅنګ ۲۸ مړي داسې و، چې د تښتولو روستو په وهلو ټکولو وژل شوي و او بیا په بوجو کې د بندولو روستو د ښار شاړو برخو کې غورځول شوي و ))

د ایم کیو ایم ډلې چارواکي وایي د تېرې میاشت په وژل شویو کسانو ۱۲ ددوی غړي او خواخوږي و ـ د عوامي نیشنل ګوند چارواکي هم ورته ادعا لري ـ د یاد ګوند چارواکي وایي د جون په میاشت کې ددوي د ګوند ۶ غړي او یو پخوانی عهدیدار چې لیاقت بنګش نومیده وژل شوی دی ـ


پولیس چارواکي وایي په کراچۍ ښار کې وژل شوي ټول مړي د هدفي وژنو په لړ کې نه وژل کیږي بلکې ددې نورې وجې هم وي ـ

د مغربي کراچۍ ځایې پولیس مشر یارمحمد رند په دې اړه وایي،

((کراچۍ د ډېرو خلکو د استوګنې ښار دی ـ دلته د خلکو له یو بل سره شخصي دښمنۍ هم وي چې په ترڅ کې یې خلک یو بل وژني ـ په رسنیو کې دې هرڅه ته هدفي وژنې ویل کیږي خو داسې نه ده ـ هدفي وژنې هم کیږي خو دومره په زیاته اندازه نه کیږي چې ویل کیږي ـ د خلکو په جایداد جګړې هم وي ـ کورنۍ جګړۍ هم ددې وژنو لاملونه دي ))

د کراچۍ پولیس وایي دوی وخت په وخت هدفي وژنو او اخ و ډب په پېښو کې ککړ عناصر نیولي دي او لا هم داسلسله روانه ده ـ د سي ای ډي پولیسو چارواکي وایي د جون په میاشت کې یې د ۳۰ څخه زیات هدفي وژنونکي نیولي دي ـ په دې کسانو کې د اووه کسانو هغه ډله هم شامله ده چې د اتوار په ورځ پولیسو نیولي دي ـ پولیس زیاتوي نیول شوي زیاتره هدفي وژونکي له سیاسي ډلو سره تعلق لري ـ خو دوی په دې لړ کې د کوم ځانګړي سیاسي ګوند د نوم اخیستو څخه ډډه کوي ـ

د یادونې وړ ده چې د کراچۍ په ښار کې له تېرې یوې اوږدې مودې راهسې د تاو تریخوالي سلسله روانه ده ـ چې پکې هره میاشت په سلګونو کسان وژل کیږي ـ په وژل شویو کسانو کې د سیاسي ،مذهبي او لساني ګوندونو ترڅنګ داسې خلک هم وژل کیږي چې له هیڅ یوې ډلې سره یې تعلق نه وي ـ
XS
SM
MD
LG