د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې شیعه مسلمانان په نخښه کیږي


Pakistan - Hazara women duringa protest in Baluchistan, 03Apr2012
Pakistan - Hazara women duringa protest in Baluchistan, 03Apr2012


دمجید بابر ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پاکستا ن نه خپريدونکې د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه ايکسپريس ټريبيون په خپله يوه اداريه کی ليکي چی سږ کال د لاهور د زندان نه د لشکر جنګوی وسله والې ډلي خوشي شوي مشر يو واري بيا هغه بس په نښه کړو چی د کوټې نه د سرحدی ښار تافتان ته روان وو، ۵۰ کسان پکی سواره وو او ۱۴ کسان چي د شیعه هزاره قبيلی سره ي تعلق وو پدغه بريد کی ووژلی شول.


ورځپاڼه ليکي چي د تير کال راهيسی دا دريم ځل دی چی ایران د تلونکو زيارت کونکو شیعه ګانو بسونه په نښه کيږی، او دوي پکې وژل کیږي.

ورځپاڼه زياتوي چې د ۱۹۹۰م کال راهیسې په کوټه کی د القاعده شبکې سره د اړه لرونکو وسله وسله والو ډلو لخوا د هزاراګانو وژنه روانه ده، او دې سره سره د شیعه ګانو هدفي وژنې په ګلګت بلتستان، کرمه او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کی هم دوام لري.

ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان لپاره یوه بله پېښه ، تيره میاشت رامنځته شوه، کله چي د هغو سیمو شيعګان چي پکي ورته د مرګ ګواښونه دي په يوه بيړي کې د سیاسي پناه اخیستو لپاره اسټريليا ته روان وو، چي کرسمس جزيرې سره يی بيړۍ واوړیده. په دغو کی د وژلو شوو د ګڼ شمير کسانو تعلق د کرمي قبايلي سيمي او د کوټي د هزاره قبيلي سره وو.

ورځپاڼه زياتوي چې د کرمې قبايلي سيمې شیعه ګان د هدفي وژنو د وېرې خپلو سیمو ته د پیښور نه هم نه شي تلی، او د القاعده شبکې سره اړه لرونکو د هغو کسانو له وجې په نښه کیږي، چې ورته د عربي هيوادونو سره اړه لرونکو د مالدارو کسانو لخوا په پاکستان کی د شیعه ګانو د دنخښه کولو لپاره مالي مرستې ورکړل کيږی او ،د پاکستان حکومت يې هم حفاظت کي ناکامه شوی دی.

ورځپاڼه ليکي چې په پاکستان کی هره ورځ په پاکستانی ټیلي ويژنونو ريټاير ډ پوځی او حکومتي چارواکي په خپلو تبصرو کی پاکستانی ولس دې ته خو هڅوي چې د امريکا پر ضد شي او د اسراييلو او د هند پر ضد يې په زړونو کې کرکې پيدا کوي خو په دې هډو خبره نه کوي چې په تيرو لسو کالو کې د بلوچستان نه ۵۰ زره هزاره ګان د هدفي وژنو له ويرې نورو هيوادونو ته ولي ولاړل؟

ورځپاڼه ليکي چی په بلوچستان کی د اړي ګړي ذمه واري د پاکستان پوځ په هند او اسراييل اچوي، خو د امريکا پر ضد جوړ شوي هغه دفاع پاکستان کونسل ته هيڅ نه وايي چي پکې د لشکر جنګوي، القاعده، تحريک طا لبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو خوا خوږي رايوځای شوي دي، او دپاکستان تش په نامه ازاده، اردو ميډيا او د خبري مباحثو خوله ور کوربانه هم ددغو ترهګرو ډلو نه ويريږي.

ورځپاڼه ليکي چې دغو ټولو قاتلانه ډلو ته پاکستان ځکه څه نه وايي چی ددوی ضرورت به يو وارې بيا په افغانستان کې د ستراتيژيک ژورتيا ديو بل جنګ لپاره پيښيږي.او په پاکستان کي که عيسايان مري او که قاديانیان، که شیعه ګان مري او که بل څوک ؟ د پاکستان رياست پرې څه کوي ځکه چې دغه خلک د پاکستان د نظرياتي سرحدونو محافظ خو نه دي. دغه هيواد د خپلو نظرياتي سرحدونو محافظ هغه جهاديان ګڼي چي دغه خلک وژنی. او دوي ته پاکستان ځکه څه نه وايي چی په افغانستان کي به تری د ستراتیجيک ژورتيا د جګړی لپاره کار اخلی.
XS
SM
MD
LG