د لاسرسي ځای

فرخنده وزیر :
ــــــــــــــــــــ

ای ایف پي خبري اژانس لیکي، په ټوله نړۍ کې د نشيي توکیو د استعمالونکو شمیره ۲۷ ملیونو ته رسیدلې ده، چې په دغو کې یو فیصده خلک هر کال د نشيي موادو د استمال له امله مړه کیږی.

د ملګرو ملتونو د نشيي توکیو او د جرمونو د مخنیوي د ادارې لخوا د ۲۰۱۲ م کال په رپوټ کې راغلي، په جهان کې زیاتره د نشيي توکیو د سمګلنګ له وجې د خلکو ژوند د یو شمیر مسئلو سره مخامخ کیږي.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې یو این و ډي سي ډایریکټر یوري فیډوتو وایي، د هیروین، کوکین او دا شان نورو نشيي توکیو استمال له وجې هر کال په نړۍ کې دوه لکه خلک مړه کیږي، چې له دغې له وجې د هغوی کورنۍ متاثره کیږي، دغه خلک چې د نشو نه یې ژوند نیغ په نیغه او یا هم د نورو وجوهاتو له عمله متاثره کیږي، د غیر یقیني صورتحال سره وړاندې شی، او ډیرې ناروغۍ لکه د ایډز د خوریدلو سبب هم جوړیږي.

د نورو هیوادونو تر څنګ په افغانستان او پاکستان کې هم خلک د نشيي توکیو استمال کوي، په پیښور کې د نشيي توکیو د مخنیوي، او د نشیانو د علاج لپاره یوه کارکونکې اداره دوست فاونډیشن وایي، د پخوا په مقابل کې اوس په ځوانانو کې د مختلفو قسمو نشو استعمال زیات شوی دی، خو د سرنج له لارې د نشيي استعمال تر ټولو زیاته خطره لري. په دغه اداره کې یو کارکونکی ډاکټر ندیم اپریدی وایي:

دوی سره قبایلي سیمو ، خیبر پښتونخوا او افغانستانه یو شمیر ځوانان د علاج په غرض داخل دي، خو د داسې ځوانانو د رغونې لپاره باید زیات کار وشي.

د ملګرو ملتونو د نشيي توکیو د مخ نیوي د ادارې رپوټ دا هم لیکي چې په نشيي توکیو کې تر ټولو زیات د چرسو استعمال کیږي، چې څه ناڅه پنځه ویشت کروړه خلک یې په ټول جهان کې استعمالوي، چې زیاتره د مراکش او افغانستان نه یورپ او نورو هیوادونو ته وړل کیږي.

رپوټ لیکي، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات افیوم پیداکونکی هیواد دی، چې د نړۍ څه نا څه نوي فیصده افیوم په دغه هیواد کې پیدا کیږي، او دا یې وجه ده ، چې په خلکو کې یې هم د استمال شرح زیاته ده. په جنوب شرقي ایشیا کې د افغانستان وروسته برما تر ټولو زیات افیوم پیدا کونکی هیواد دی. د چرسو وروستو زیاتره خلک د کوکین استمال کوي، رپوټ ښایي، په جنوبي امریکا، اسټریلیا او د ایشیا او افریقې په ځینو هیوادونو کې هم خلک د کوکین له لارې د خپلو پریشانو د ختمولو هڅې کوي، چې په اږدو کې یې صحت او کورنۍ متاثره کیږي.
XS
SM
MD
LG