د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو رسنیو ته کتنه ( جولايي ۱ )




د ګل ایاز ژباړه :
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

فرايډی ټايمز ورځپاڼي خپله اداريه ((عکس هر څه څرګندوي)) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې. اداريه کې راغلي چې د پاکستان زياتره ورځپاڼو په لومړۍ صحفه کې عکسونه، نه هر څه څرګنديږي.

د پاکستاني چارواکو يوه ډله له برتانيي چارواکو سره په خبرو کې بوخته ده. د هيواد ځوانه بهرنو چارو وزيره حنا ربانی کر په خبرو اترو کې لاسونه غورځوي. د استخباراتی ادارې ايي ايس ايي مشر جنرال ظهير الدين اسلام په خبرو اترو کې لرې ښکاري. هم دغه راز د پاکستان د پوځ مشر اشفاق پرويز کيانی غلی ناست دی. ورځپاڼه ليکي داسې خو نه ده چې څه ښکاري هغسې نه وي.

ورځپاڼه ليکي تيره اونۍ ولسمشر اصف علی زداري د وزيراعظم څوکۍ لپاره مخدوم شهاب الدين وټاکلو. دوی د پوځ مشر سره مشوره نه وه کړي چې ايا دوی ته قبول دی او که نه؟ دا وينا ځکه هم ضروری وه چې د مخدره موادو ضد ځواک مشري پوځ کوي. يو څو ګينټو وروسته دا معامله هغه مهال حل شوه چې کله دغه ځوک د شهاب الدين د نيولو ورانټ جاری کړو.

ورځپاڼه ليکي له دي کيسې دوه نتيجې اخیستل کېدای شي، لومړی دا چې ښاغلي زرداري ته ښه معلومه وه چې مخدوم شهاب الدين د سپريم کورټ او د مخدره موادو ضد ادارې اي اين ايف تر نظر لاندې دی. دا دواړه ادارې د حکومت د کنټرول نه بهر دي. خو زرداري په دې خبره ټينګار کوو چې خپل بااعتماده کس رامينځ ته کړي. دويمه دا چې جنرال کياني چېري هم د زرداري فيصلي په اړه پوښتنه نه ده کړې.

ورځپاڼه ليکي چې دا معاملات د پرمختګ او که د تاوتريخوالي په لور روان دي. سپريم کورټ نوي وزيراعظم ته د دوه اونيو مهلت ورکړی چې سويس چارواکو ته ليک واستوي، بلخوا د لاهور هايي کورټ ولسمشر زرداري ته د ستمبر مياشتی پورې مهلت ورکړی چې د پيپلز ګوند د شريک چيرمين څوکۍ پريږدي.

د ورځپاڼي په وينا د عدالتونو ججانو ته معلومه ده چې دويم وزيراعظم کور ته لیږدولو به څه نتيجي مخې ته راځي ؟


بلخوا ايسويسيټديټ پریس خبری اژانس ليکي ،د مصر نوی ولسمشر محمد مورسی د تير خالی په ورځ څوګند پورته کړو. مورسي د حسن مبارک وروسته چې شپاړس مياشتي وړاندې له خپلي دندې لري کړی شوی وو، د مصر لومړی ولسمشر دی.


خبري اژانس ليکي محمد مورسي، په عرب هيوادونو کې لومړی ولسمشر دي چې د ولس له خوا ټاکل شوی دی. مورسي د مصر پينځم ولسمشر دی. د نوموړي نه د مصر دسپريم کورټ ججانو سوګند واخيستو. مورسي د سوګند دستوره په ټيلي ویژن نيغ په نيغه ښودل کېده. د سوګند پورته کولو پر مهال مورسي وويل چې ((د نوي مصر دويم جمهوریت او د ښه سباون هيله لري.))

خبري اژانس د شپیته کلن مورسي د خولې زياتوي چې ((نن مصری ولس د مکملې ازادۍ نوی ژوند ته، ثبات او پياوړي جمهوريت ډبره کېښوده.))

خبري اژانس ليکي چې د مورسي تعلق اسلامي ګوند اخوان المسلمين سره دی چې زيات وخت د حکومت د بنديز لاندې و. دا ډله په مصر کې دومره مشهوره نه وه خو د مورسي شخصيت دي ته نوې بڼه ورکړه.

مورسي د جمعې په ورځ خپله وينا کې خپل ځان نه يوازې د اسلام پاله ډلي نه بلکې د هغو ټولو کسانو د لوري ظاهر کړو چې دامريت پرضد یې پاڅون کړی و.

خبري اژانس ليکي چې مورسي د څوګند پورته کولو پرمهال شين سوټ او سره ټايي اچولې وه او ججانو ته یې وويل چې ((نن مصر يو ولسي، قامی، ائيني او جديد هيواد دی. دا يو مضبوط قام دی او هغه ځکه چې خلک د دې په ادارو باور کوي.))

د مصر نوي ولسمشر مورسي په خپله وينا کې د يو والي خبره کوله او پلويانو ته یې وويل چې ((تاسي د قانون د حکمرانۍ وسيله يئ او دا به خوندي ساتئ.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG