د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دبې پایلټه الوتکو برید،۶ ترهګر مړه



د پاکستان د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې مشکوک امريکايي جاسوسي الوتکو بريد کړې چې پکې شپږ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.


ځايي استخباراتي چارواکو مشال ريډيو ته ويلي دي نن سهار وختي له افغانستان پولې سره په کونډ غر سيمه کې د وسله والو په يوه استوګن ځي مشکوکه ډرون الوتکو دوه مزايلې ودا غلې.

يا ده دې وي چې په تيره اونۍ کې هم په دې سيمه کې ډرون الوتکو په يو کور بريد کړې و، چې پکې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي وو.

امريکا دا ګڼي چې شمالي وزيرستان د طالبانو او القاعده ترهه ګرو مرکز دی او له دغه ځايه په افغانستان کې د دوی او نړيوال پوځيانو پر ضد د بريدونو منصوبې جوړيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG