د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان لخوا په پاکستان کې مداخله نه زغمو'


شبیر جان، مشال راډیو

پېښور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي، ترهګر که په پاکستان کې وي، او که په افغانستان کې، وخت راغلی دی چې له دوی سره نتیجه لرونکې خبرې وشي او یا هم د دوی پر ضد سم و کره عملیات وکړل شي.


نوموړي دا خبرې د پېښور په قیوم لوبغالي کې لوبغاړو ته تر انعامونو ورکولو وروسته کړې دي.

میا افتخار وویل، ترهګر که په افغانستان کې دي، او که په پاکستان کې، ختمول یې په کار دي.

ده وویل، په دیر کې چې د ترهګرۍ پېښه شوې، تر دې مخکې همداسې پېښې ((د چترال او سلالې پر پوستو هم شوې وې، موږ [پخوا] هم دا ویلي دي، او اوس هم وایو چې [هیڅ کله] به هم د افغانستان لخوا په پاکستان کې مداخلت [و نه زغمو].))

میا افتخار حسین وویل: ((پخوا به دا ګیله تل افغانستان کوله او هغه مهال هم موږ دا دریځ لاره چې دواړه هیوادونه دې [په یو بل کې] له مداخلته ډډه وکړي. موږ په ازاده خارجه پالیسۍ یقین ساتو. افغانستان هم یو ازاده او خپلواکه هیواد دی.))

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وویل: ((موږ غواړو چې هغوی هم خپلې شخړې پخپله هوارې کړي او [دا راز] پاکستان هم یو خپلواکه ملک دی او کله به هم د چا مداخلت برداشت نه کړي. او د افغانستان لخوا د ترهګرو حملې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو کمزوري ښيي او دوی ته په کار دي چې دا ترهګر کابو کړي.))

ده وویل، د دې ترهګرو په پاکستان کې مداخله نه مني.
میا افتخار حسین وویل، په دیر، چترال او سلالې کې ((شهیدو شویو پوځیانو)) او عامو وګړو ته ((سلام وړاندې)) کوي.

ده وویل، که ترهګر په ((کونړ کې دي، او که په وزیرستان کې)) باید د ((هغوی پر ضد کار روايي)) وکړل شي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین زیاته کړه، دی مني چې جګړه د ستونزو حل نه دی، نو ځکه باید له خبرو اترو هم کار واخیستای شي.
XS
SM
MD
LG