د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان: د پاکستان پوځ له وسله والو سره مرسته کوي


افغان چارواکي وايي د دې هیواد د نورستان ولایت په سرحدي ولسوالۍ کامدېش کې یې د سلګونه وسله والو طالبانو هغه برید شنډ کړی دی چې د دوي په وینا د پاکستان د پوځیانو ملاتړ هم ورسره وو.

د نورستان د والي ویاند محمد زرین په وینا، د دې برید په ترڅ کې تر دېرشو زیات وسله وال وژلي دي. د هغه په وینا په دې پېښه کې شپږ پولیس او څلور ولسي وګړي هم وژل شوي ، او د ماشومانو په ګډون شل ولسي وکړي ټپي شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده. یاده دي وي چې د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ له پاکستان سره پر پوله پرته غرنۍ سیمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG