د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکوو، پانیټا


هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن - د امريکا دفاع وزير ليون پانیټا په واشنګټن کې د پينټاګون له خبريالانو سره په خبرو کې که څه هم ومنله چې د ناټو د اکمالاتو په باب له پاکستان سره خبرې يې پېچلې دي، خو د دواړو خواوو تر مينځ د خبرو د لړۍ دوام يې هيله بښونکی وباله.


ده وویل: ((ښه خبر دا دی چې د پاکستان د لارو د بيرته پرانېستلو په هکله خبرې اترې به جاري واوسيږي. اوس هم لا ځينې کړکېچنې مسالې شته دي، چې د حل کولو له پاره يې بايد کوښښ وشي. خو زما په نيز دا مهال مهمه خبره دا ده چې دواړه خواوي په يو ښه نيت سره کار وکړي، څو وګوري چې يو حل ورته را اېستلای شي او که څنګه.))

نوموړي په داسې حال کې له پاکستان سره په خبرو کې د پرمختګ له امله هيله ښودلې چې ویل کېږي د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې د دې هېواد د لارو د دوامدار بندېز له کبله د امريکا او پاکستان اړيکې د خطر تر بريده خراب شوي دي.

پاکستان د مومندو په سلاله چيک پوسټ شوي د تېرې نومبر مياشت د ناټو د هوايي بريد په ځواب کې، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت د دې سازمان د ځواکونو پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وتړلې.

ناټو دا مهال په ياد هېواد کې د خپلو ځواکونو د اړتياوو پوره کولو له پاره د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو لارې کاروي، چې د امريکا د پوځي چارواکو په خبره، دغه انتخاب ورته د پاکستان د لارو په مقابل کې درې برابره ګران تمامېږي.

امريکايی چارواکو تېره مياشت وانګيرله چې ګوندې ناټو ته د پاکستان د لارو د بيرته ورکولو په اړه د دې هېواد له چارواکو سره يوې موافقې ته نږدې شوي، خو داسې هيڅ اعلان و نه شو او واشنګټن خپل معامله کوونکي له اسلام اباد څخه وطن ته بيرته وغوښتل.

د راپورونو پر اساس، د دغو خبرو د ناکامۍ غټ لامل د پاکستان په خپل هغه زوړ دريځ ټينګار دی چې وايي امريکا دې د مومندو د پېښې له پاره رسمي بخښنه وغواړي.

امريکا په يادې پېښې خواشيني خو ښکاره کړې، خو ویل کېږي چې بښنې غوښتلو ته يې لا هم زړه نه دی ښه کړی.
XS
SM
MD
LG