د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په پېښور کې د افغان کډوالو وروستۍ ورځ




د پاکستان د حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې و مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو ته ورکړل شوې موده نن پای ته رسېږي.

خو د ملګرو ملتو د کډوالو اداره د دې کډوالو ایستل د ستونزو د حل لاره نه بولي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې ویاند نادر فرهاد وویل، د افغانستان حکومت د دې کډوالو د برخلیک ټاکلو او د هغو افغانانو لپاره چې سندونه نه لري د قانوني لارې د میندلو په برخه کې ډېر مسوولیت لري.

د نادرفرهاد په وینا، د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم باید تر هغه وخته له سختۍ کار وانخلي چې افغانانو ته د کډوالۍ لارې قانوني شي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې تر دې وروسته په خیبرپښتونخوا کې هغه افغان کډوال نه شي زغملی چې قانوني سندونه نه لري.

د خیبرپښتونخوا د ا طلاعاتو وزیر میا افتخار حسېن ویلي دي چې تر ټاکلې موده وروسته که کوم افغان سند ونه لري هغه به ونیول شي او بیا به خپل هیواد ته واستول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG