د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پېښوره د افغان کډوالو ایستلو وروستۍ ورځ




پېښور - د پاکستان د حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې و مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو ته ورکړل شوې موده نن پای ته رسېږي.

خو د ملګرو ملتو د کډوالو اداره د دې کډوالو ایستل د ستونزو د حل لاره نه بولي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې ویاند نادر فرهاد وویل، د افغانستان حکومت د دې کډوالو د برخلیک ټاکلو او د هغو افغانانو لپاره چې سندونه نه لري د قانوني لارې د میندلو په برخه کې ډېر مسوولیت لري.

د نادرفرهاد په وینا، د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم باید تر هغه وخته له سختۍ کار وانخلي چې افغانانو ته د کډوالۍ لارې قانوني شي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې تر دې وروسته په خیبرپښتونخوا کې هغه افغان کډوال نه شي زغملی چې قانوني سندونه نه لري.

د خیبرپښتونخوا د ا طلاعاتو وزیر میا افتخار حسېن ویلي دي چې تر ټاکلې موده وروسته که کوم افغان سند ونه لري هغه به ونیول شي او بیا به خپل هیواد ته واستول شي.
XS
SM
MD
LG