د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ښځو کميسيون پرانستل شو


بازمحمد عابد مشال راډيو


د افغانستان د ښځينه چارو وزيرې ننګرهار ته په يو سفر کې په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د کميسيون تر څنګ د يو اين اومين موسسې په مرسته د نجونو لپاره د يوه تعليمي او روزنيز مرکز پرانيسته هم وکړه.

د ښځينه چارو وزيرې ډاکټر حسن بانو غضنفر پرانستې پر مهال وويل چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کميسيون به وکړل شي چې په دغه ولايت کې له ښځو سره په ناوړه چلند کې کمی راولي. نوموړې وويل:

« د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کميسيون له څو کلونو راهيسې په مرکز کې فعاليت کولو خو اوس يې په ننګرهار ولايت کې خپل دفتر پرانيست. موږ غواړو چې په ټولو ولايتونو کې دغه شان کميسيونونه ولرو . ننګرهار پنځم ولايت دی چې کميسيون په کې عملاٌ په کار پيل کوي. د دې کميسيون غړي به په ولايتونو کې د ټولو رياستونو څخه يو يو تن غړي وي او مشري به يې د ولايتونو د واليانو سره وي. دا کميسيون به په ولسواليو او کليو کې د ښځو د وضعيت څيړنه کوي، مرکز ته به راپور ورکوي او موږ به ورته د حل لارې لټوو.»

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي هم د کميسيون د پرانستې پر مهال چې ولايتي اداره به له کميسيون څخه په کلکه ملاتړ کوي.

« موږ هم په خپل وار سره د ننګرهار د دې کميسيون دولس غونډې کړي دي. او مشري يې ولايت کړې ده. خو بيا هم د ننګرهار ولايتي اداره او شخصاٌ زه خپله د دې کميسيون د جوړيدو ملاتړ کوم او موږ به هڅه وکړو چې د خپلو خويندو او ميندو سره د تاوتريخوالي په مخنوي کې له هرې ممکنه لارې څخه کار واخلو.»

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړي صفيه صديقي د کميسيون پرانيستې ته د قدر په سترګه ګوري.

« که چيرې دا کميسيون د امکاناتو د لرلو په بنياد جوړ وي نو زه ورته د قدر په سترګه ګورم او که چيرې د دې په خاطر جوړ وي چې په ننګرهار کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې، دا نو بيا ښه زيری نه دی. خو بيا هم ګټه يې ټولو هغو ښځو ته رسيږي چې په وړاندې يې تاوتريخوالی موجود دي، ځکه هغوی کولای شي چې خپلې ستونزې له کميسيون سره شريکې کړي او کميسيون مکلف دی چې د حل لارې ورته ولټوي.»

د دغه کميسيون تر څنګ د نجونو لپاره د يوه تعليمي او روزنيز مرکز پرانسته هم وشوه.ميرمن غضنفر وايي چې دغه مرکز به نجونې د انګريزي او کمپيوټر د زده کړې تر څنګ به نجونې په موسساتو کې د کار کولو جوګه کړي.

« دا مرکز به نجونو ته کمپيوټر او د انګليسي ژبې زده کړه ورکوي. دا مرکز د يو اين اومين موسسه تمويلوي. په ټولو ولايتونو کې دا موسسه زموږ تخنيکي همکاره ده. دې مرکز کې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ شويو نجونو ته د شپږو مياشتو په دوران کې داسې روزه هم ورکول کيږي چې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو جوګه شي.»

ياده دې وي د افغانستان په کچه ننګرهار پنځم ولايت دی چې دغه ډول کميسيون په کې پرانستل کيږي او د ښځينه چارو وزيره وايي چې سږکال به په پنځو نورو ولايتونو کې ورته کميسيونونه او تعليمي مرکزونه پرانيزي.

XS
SM
MD
LG