د لاسرسي ځای

شاهین بونیری

په لاره ځم توبې وباسم
ستا دیارۍ توبه مې خولې ته نه راځينه

سواته--- بیا ستا د لیدو، ستا په ښایستونو کې د ورکیدو، ستا ددنګو غرونو په لمن کې د بوډۍ په ټال د زنګیدو، ستا په شنو شنو او ګلرنګه درو کې د سندرو ویلو موسم دی. خو

که نصیبونه خرڅیدلای
ما به دا خپل په کاسیره خرڅ کړی وونه



سواته—ته زما کور وې، زما په شان د ډیرو پښتنو د زړه ټکور وې ... ستا د سیند په غاړه د ښایستونو تماشې د هر چا ارمان وو، ته ټول امن وې، تا کرکه نه پیژنده، ستا په هر غره د بدها نقشونه، د هغه په مراقبه کې پټې سترګې ستا د سکون او قرار نه ډکې غیږې ثبوت وو، ته سوات وې—د ګلونو باغ!

د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه
بویه چې بیا سپرلې راځي سپړي ګلونه

سواته— له ما هیر نه دي چې کله دې په سینه د جهالت او حیوانیت توره بلا کیناسته او په غرونو ورشوګانو دې له اسمانه اورونه وریدل. له ما هغه قیامت هیر نه دی چې ستا ګل ګل بچي ستا د جنت نه په وتو مجبوره شو. کورونه وران شو، زړونه وران شو، د ښایست جهانونه وران شو. ماته اوس هم یاد دي چې د غره زرکې دې پښې(ښپې) ابله ویرې او دهشت نیولې د ورکو وطنونو په لور لاړې، ستا په پاکه سپینه سینه د تورو کارغانو باچايي شوه.

عالمه راشۍ مخ مې تور کړۍ
دباچا لور وم په جولا مینیدمه

سواته— ستا د تباهۍ ذمه وار یواځې پردي نه دي، خپلو درباندې هم زړه نه دې سیځلۍ ، ته ښایسته وې او دلته د ښایست دشمنان لږ نه دي، ته د امن ځانګو وې او دلته د شر ملګري هم ډیر دي. ستا د والي د مرګ نه وروستو ستا ځنګلونه ستا خپلو خلکو وران ویجاړ کړل، ستا تاریخي اثار د غلو ډاکوانو په لاس ورغلل، ستا د کورونو لرغوني کلتوري شیان د اټک نه هغه اړخ ته په بازارونو کې خرڅ شو، ستا خزانې، ستا دولتونه پردو یوړل او ستا بچو ورته کتل.

وطن که وران سپینو خولګو سپینو پګړو که دواړو
دې کور ته اور پورې که خپلو که پردو که دواړو؟ دواړو

XS
SM
MD
LG