د لاسرسي ځای

" حقاني شبکه دې ترهګره وګرځول شي"


د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني

د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني


راپور : احمد شاه اعظمي

پراګ :- د امريکا په کانګرېس کې د استخباراتي کمېټۍ مشر مايک راجرز د نورو دوو غړو سره يو ځای يو بل وړاندي کړی او غوښتنه يې کړې چې حقاني شبکه دې نړيواله ترهګره ډله وګرځول شي. پر حقاني شبکه تورونه دي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې پټن ځايونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې پر ځايي او نړيوالو ځواکونو د بريدونو پلانونه جوړوي. تر دې وړاندي داسي ويل کېدل چې امريکا هڅه کوي چې د پاکستان له لارې له حقاني شبکې سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي خو اوس داسي ښکاري چې حالات مخ په بدلېدو دي.

دا چې د دې بل په وړاندي کېدو يا منظورېدو سره به امريکا وکولای شي چې د حقاني شبکې په ضد پر خپل سر عمليات وکړي؟ په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر اعجاز خان وايي چې د ۱۹۸۰مې په لسيزه کې امريکا دا پرېکړه وکړه چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې د امريکا په ضد ترهګر فعاليتونه تر سره کيږي امريکا دا حق لري چې عمليات وکړي.

((چيرته چې هم ترهګر جنګ وي، چيرته چې هم ترهګر موجود وي، په هغه ځای کې موږ ته د حملې کولو حق لرو او هلته د هغه هيواد خودمختاري، ملکي يا عالمي قانون، اقوام متحده يا بل يا بل هيڅ قسمه شی نشته. په کوم ځای کې چې ترهګر وي هلته موږ حمله کولای شو. که چيري داسي مالوم ځای وي. لکه چې خلګ دا وايي چې حقاني شبکه په وزيرستان کې ده نو امريکا به په دې ذريعه دا حق په خپل لاس کې واخلي او د دوی په ضد به کاروايي وکړي. چې کله يې کوي او کله يې نه کوي دا به د پاکستان او امريکا پر اړيکو او دا جګړه څنګه پر مخ ځي، پر دې باندي انحصار کوي ))

تر دې وړاندي امريکا په وار وار پر پاکستان فشار راوړی و چې په قبايلي سيمو کې دې د حقاني شبکې پر ضد عمليات وکړي. د امريکا اوسنی ګام د پاکستان لپاره څه پېغام کېدای شي؟ په پېښور کې د پوځي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) سعد محمد وايي که څه هم پاکستان به په خپله تګلاره کې بدلون رانه ولې خو دا بل پر پاکستان د يو لړ بنديزونو او مشکلاتو څرګندوينه کوي.

((دا پاکستان ته يو اشاره ورکول ده. دا خو يو بنياد دی ياني چې دا تنظيم ترهګر نامزد شي. او که دا بل منظور شو نو سبا به له هغوی سره يو آله موجوده وي چې که پاکستان د امريکې په اشاره باندي نه چليږي يا چې امريکا له پاکستانه کومه غوښتنه کوي پر هغه عمل نه کوي نو بيا به هغوی په راتلونکو وختونو د پاکستان خلاف استعمالولای شي. في الحال خو به دا د پاکستان لپاره يو يادګيرنه وي چې که ته زموږ پر غوښتنو عمل درآمد نه کوې نو او د هغوی خلاف کاروايي نه کوې نو د پاکستان لپاره مشکلات جوړولای شي.))

د امريکا او پاکستان اړيکې وار د مخه لا د څه مودې راهيسي د کړکېچ ښکار دي. په دې بل سره به د دواړو هيوادونو پر اړيکو څه اغېز وشي؟ پرفېسر ډاکټر اعجاز خان زياتوي،

((د کانګرېس د غړو دا قرارداد هم ښيي او د عامو خلګو نظر هم دا دی. زما په خيال حکومت دومره سخت نه دی روان څومره چې د کانګرېس لخوا فشار دی چې په کار دی حکومت سخت اقدام وکړي. په ډېره نرمه توګه به زه درته ووايم چې حالات د خرابېدو خوا ته روان دي او سمېدو او ښه کېدو امکانات ورو ورو ختميږي بلکې ختم شوي دي.))

د امريکا په کانګرېس کې د حقاني شبکې په ضد بل په داسي وخت کې وړاندي شوی چې دغه هيواد د ۲۰۱۴م کال تر پايه له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG