د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو له یاغیانو سره خبرې وستایلې


د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني





ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال راډیو

امریکايي ورځپاڼه ً نیویارک ټایمز ً په یوه مقاله کې لیکي چې افغان چارواکو له یاغیانو سره د خبرو اترو ستاینه کړېده. دا له هغه وروسته ده چې د افغان حکومت د سولې د شورا غړو او د وسله والو استازو لومړی په پېرس کې په یوه غیر رسمي ناسته کې او بیا په جاپان کې د یوه کنفرانس پر مهال یو له بل سره لیدلي دي. امریکايي چارواکو ویلي په دې دوو ناستو کې د دوی برخه بیخې لږ وه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د مقالې په پیل کې لیکي ، د تېرې اونۍ په اوږدو کې د افغان حکومت او وسله والو د استازو تر منځ عیر رسمي لیده کاته د دې څرګندونه کوي چې له ډېرې مودې راهسې ولاړې د امن د خبرو اترو هڅو پرمختګ کړی دی.

د افغان حکومت مرکچیانو د وسله والو له استازو سره لومړی په دې اونۍ کې په پېرس کې د یو غیر رسمي ناستې او بیا د جاپان په کیوټو ښار کې د یو اکېډمیک کنفرانس پر مهال لیدلي دي.

د ولسمشر حامد کرزي له خوا د امن لوی مرکچي صلاح الدین رباني دا ولسي تماس ستایلی دی او ویلي یې دي، دا دې ته اشاره کوي چې طالبان له خپلې هغې غوښتنې پر شا تللی دي چې ګواکې امریکایان باید په هر ډول خبرو اترو کې مهم فریق وي.

خو طالبانو د پنجشبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دوی په تګلارو کې بدلون نه دی راغلی او د هغوی په وینا دوی تر اوسه د دې هیڅ اراداه نه لري چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي.

د وسله والو طالبانو بیان زیاتوي چې جاپان ته یې استازی د دې لپاره لېږلی وو چې یوازې د دوي دریځ په ډاګه کړي.

د وسله والو دا بیان پر مخ لیکي ، تر څو چې دوی له امریکایانو سره مسله نه وي هواره کړې تر هغه وخته به د دوی په وینا د کرزي له ادارې سره خبرې اترې څه ګټه ونه لري.

امریکايي چارواکو ویلي ، په دې ورستیو دوو لیدو کتو کې د امریکایانو برخه لږ وه او د هغوی په وینا د افغان حکومت او وسله والو ترمنځ هر ډول تماسونه مرسته کوي او هم دا د امریکا رسمي تګلاره ده چې د امن د هر ډول تړون مشري باید په هر صورت افغان وکړي .

یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا خبرې اترې دومره نه دي لکه څومره چې ښودل شوي دي.

د دې چارواکي په وینا افغان حکومت زیاتره د وسله والو له داسې کسانو سره خبرې اترې کوي چې د هغوي پر مشرتابه اغېز محدود وي او یا هم لږ وي.

نیویارک تایمز ورځپاڼه لیکي ، د وسله والو طالبانو استازي په دې اونۍ کې د جاپان د کیوټو په ښار کې د یوه غیرحکومتي پوهنتون په هغه روان اکېډمک کنفرانس کې خبرې اترې وکړې چیري چې د افغان حکومت د سولې مرکچیان هم موجود وو.

د دې پوهنتون چارواکو ورځپاڼې ته ویلي چې په دې کنفرانس کې شریک د طالبانو استازی دین محمد له قطره هلته ورغلی دی. په دې غونډه کې د افغانستان د سولې د شورا غړی او د ولسمشر حامد کرزي لوړپوړی امنیتي سلاکار هم ګډون او وینا کړېده.

ورځپاڼه زیاتوي ، حزب اسلامي چې نه د امریکا په مشرۍ کې موجود ایتلاف او نه طالبان مني ، هم په مارچ کې د امن لپاره رسمي خبرې اترې ځنډولې وې. خو دې ډلې هم په دې اونۍ د پېرس په غیر رسمي خبرو اترو کې د برخې اخیستنې لپاره خپل استازی لېږلی وو.

د جاپان د کیوټو پوهنتون چارواکو ویلي په دې کنفرانس کې د حزب اسلامي استازي هم ګډون کړی وو چیري چې ټولو ګډون والو په افغانستان کې د امن راتلو پر لارو چارو خبرې وکړې.

ورځپاڼه د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدین رباني له خولې لیکي ، دا یوه داسې غونډه وه چې عملي نه بلکې د مهمو شخصیتونو ترمنځ پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

یوه چارواکي چې په دې غونډه کې موجود وو د نوم نه ښودلو په شرط ورځپاڼې ته ویلي چې پر دې مهال د انتخباتو په قانون کې بدلون او اساسي قانون ، داسې بدلون چې له مرکز څخه د واک د انتقالولو ملاتړ کوي او د امن خبرې اترې.

د ورځپاڼې په لیکنه ، د طالبانو استازي دې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتل د خبرو اترو د پیل شرط دی. ورځپاڼه زیاتوي چې د خبرو اترو بیا پیلول د افغانستان په اړه د امریکايي تګلارې مرکزي نقطه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ویلي چې په دې غونډو کې د وسله والو طالبانو د استازو ګډون د پرمختګ پر لور یو مهم ګام دی. هغه ویلي چې د طالبانو په دریځ کې یو څرګند بدلون راغلی او د هغه په وینا دا یو مثبت بدلون دی.

XS
SM
MD
LG