د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
بلوچستان
کوټه: چاودنې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
جون ۲۹, ۲۰۱۲
کوټه: چاودنې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
چاپ کړئ
د بلوچستان په صوبايي مرکز کوټه کې د شییعه زیارتیانو پر یوه بس له بمي چاودنې د وژل شویو شمېره ۱۳ تنو ته رسېدلې، ددغه برید پر ضد نن (جمعې ورځ) په کوټه ښار کې هړتال اعلان شوی دی.
د مشال خبریال خدای نور ناصر د پولیس له خولې وايي، چې د پنجشنبې په ماښام له ایرانه د شییعه زیارتیانو یو بس کوټې ته په رارسېدو وو چې له بمي چاودنې سره مخامخ شو.له چاودنې وروسته بس د سړک غاړې یوې کندې ته لویدلی چې مکمل ویجاړ شوی دی.
د پولیس سي سي پي او میر زبیر د پېښي په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل.
؛ دا برید په يوه موټر کې له اېښودل شوي بمه شوی، چې هدف يې همدا زیارت کوونکي وو. د دوی بس له تفتانه کوټې ته راروان وو چې ټول څلوېښت کسان په کې سپاره وو؛
که څه هم د پولیسو یاد مشر دا چاودنه په يوه موټر کې د ځاي پر ځاي شوي بم له امله بولي، خو هلته د امدادي ډلو يوه کارکوونکي غفور بیا په بولان روغتون کې مشال ته وویل: له ویجاړ شوي بس څخه يې داسې انساني اعضا تر لاسه کړي، چې دده په وینا ښکاري دا ځان مرګی برید وو.
: له دې موټر څخه موږ ځيني داسې انساني اعضا را اویستل لکه د ځان مرګي برید کوونکي چې وو. هغه سوځل شوي اندامونه مو هم دې روغتون ته را رسولي دي؛
په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان يې ټول بولان او سي ایم ایچ روغتونونو ته منتقل کړي، چې هم هلته بیا د ډاکټرانو په وینا په کې د اکثرو ژوبل شويو حالت د اندېښنې وړ دی . په دې برسیره چې ایران ته پر تلونکو زیارت کوونکو پخوا هم پرله پسې بریدونه شوي، چې وروسته بیا د مرکزي او صوبايي حکومت له خوا د دوي لپاره د حفاظت لپاره سکواډ منظور شوې وه، چې په دې چاودنه د پولیسو یو سرتیری هم وژل شوی. خو شیعه وګړي وايي: د پولیسو او ملیشه ځواکونو په موجودګۍ کې هم پر دوي بریدونه کېږي، او هیڅ مخه يې نه نیول کېږي.
؛ هره ورځ زموږ وګړي وژل کېږي. اوس درې څلور ورځې مخکي دلته په ښار کې د ملیشه ځواکونو له څوکۍ سره څېرمه يې زموږ دوه تنه ووژل. نه هم ملیشه ځواکونو زموږ ژوند خوندي کړ او نه هم پولیسو. دوي وايي: موږ تحفظ درکوو، څه ډول تحفظ راکوي؛
هزاره ډيموکرېټک ګوند، پښتون خوا ملي عوامي ګوند، او ځيني نورو سازمانو د هزارګنجي بمي چاودنې د خواښينۍ څرګندونه کړې، او د دریو ورځو ویر يې اعلان کړی دی. ددغه برید پړه یوې وسله والې ډلې لښکر جهنګوي پر غاړه اخیستی دی.
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
د خوست نوښتګرو ځوانانو ساینسي پرمختګونه کړي دي
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:02:46
0:00
د خوست نوښتګرو ځوانانو ساینسي پرمختګونه کړي دي
نورې ویډیوګانې وګورئ
نور له پښتونخوا او قبایلو
انتخاباتي کمېشن: خیبر پښتونخوا کې د ضمني انتخاباتو لپاره تیارۍ بشپړې شوې دي
خیبر پښتونخوا کې په بارانونو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ لوړ شوی دی
په خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده
په خیبر پښتونخوا کې بارانونو نوره مرګژوبله اړولې ده
نور ولولئ
سپارښتنه
د خوست نوښتګرو ځوانانو ساینسي پرمختګونه کړي دي
بیرته پورته
XS
SM
MD
LG