د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان لا مات نه دي






ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: ايکسپريس ټرابيون ورځپاڼه
ليکوال: اسد منير


ايکسپريس ټرابيون ورځپاڼه کې ليکوال اسد منير (( طالبانو ته لا ماتي نه ده ورکړل شوي)) تر عنوان لاندې مقاله ليکلي چې په د وروستيو کې طالبانو يوه ويډيو خپره کړي چې پکې په بنو زندان کې د بريد تياري ښودل شوي. په ويډيو کې د طالبانو مشر حکيم الله محسود او ولی الرحمان خپل منشور وړاندي کړی چې د وسله والې جګړي له لاري به يې عملي کوې.

ليکوال اسد منير ليکي په پاکستان کې ميډيا په نورو مسلو کې اخته شوې چې پکې د وزيراعظم نااهلي، د ميډيا رسوايي، لوډشيډنګ شامل دي، خو طالبانو په تيرا کې په ځاينو قبضه يې له پامه وغورځېده. ليکوال د اپريل او د مې مياشتو کې د طالبانو لخوا د بريدونو حال بیان کړی او وايي دا څرګنده خبره ده چې پوځي عملياتو طالبان کمزوري کړي دي خو په مکمله توګه يې له مينځه نه دي وړي او دوی اوس هم د بيا ګوزار صلاحيت لري.

ليکوال ليکي چې په پاکستان کې ترهګری په کور دننه ستونزه ده، او هر څه د ترهګرۍ له جنګ سره تړل شوي نه وي. دا کسان چې د کشمير د ازادی لپاره روزل شوي وو، کله هم چا دا ګومان نه کولو چې دوی به د خپل پوځ پرضد جنګ وکړي. د ترهګرۍ مسله ډيره پيچلې ده، او اوس دا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له موجودګۍ او يا د هغو له وتلو سره تړل ناسمه خبره ده.

د ليکوال په وينا په پاکستان کې د طالبانو د له منځه وړلو مسله د ناټو ځواکونو په افغانستان کې له موجودګي سره په موثره توګه حل کيدلای شي. د ده په خبره که چري يو ځل نړۍ له ترهګرۍ پام واړولو نو بيا پاکستانیو طالبانو ته ماتې ورکول به ډير ګران شي.

ليکوال د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا او د نور چارواکو د بيان حواله ورکوي چې بايد د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان رول جدی واخلي.

ليکوال زياتوي په افغانستان کې موجود د ناټو ځواکونو تر لسو کالو پوري د پاکستان سړکونه د رسد لپاره وکارول او متبادل لاری خپلولو څه مثبت نتيجي نه دي رابرسيره کړي او دا د هيچا په ګټه نه ده.

د ليکوال په وينا که چرې د ناټو د رسد لاری خلاصی نکړل شي او پاکستان ترهګری ضد جګړه کې د همکاری نه کولو خپلی پاليسي ته دوام ورکړي نو دا به دي هيواد ته زيات تاوان ورسوي.

XS
SM
MD
LG