د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د افغان کتابونه د پرېښودو اجازه ورکړې"


په اسلام آباد کې د کابل لوی سفیر محمد عمر داودزي
په اسلام آباد کې د کابل لوی سفیر محمد عمر داودزي




د افغانستان د اسلامي جمهوریت یوه مطبوعاتي اعلامییه وايي په اسلام آباد کې د کابل لوی سفیر محمد عمر داودزي نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر سره ولیدل او په یو شمیرمهمو موضوعاتو یی خبرې وکړې.

دواړو خواوو کابل ته د پاکستان د وزیراعظم راتلونکی سفر د دواړو هیوادونو لپاره مهم اوګټور وبللو. افغان سفیر داودزي هیله وښوده چې یاد سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لاښه کولو او د موجودو ستونځو د حل لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې ګټور ثابت شي.

ښاغلي داودزي د کونړ په سرحدي سیمو د راکټي بریدونو له امله خپل ژور تشویش څرګند کړ او یاده يي کړه چې ټول افغانان په دغه بريدونو ډیر خفه او قهرجن دي او دغه بریدونه باید زغرد ودرول شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه راز پيښې د ترهګرۍ په ګټه تمامیږي او هم ددواړو هیوادونو ترمنځ ناسم پوهاوي رامنځ ته کوي.

د مطبوعاتي اعلامییې له مخط همداراز افغان سفیر وویل چې له څه مودې راهيسې د پاکستان د امنیتي مسئولینو لخوا پاکستان کې ميشت افغانان بيځایه تنګول کيږي. داودزي له حنا کر څخه وغوښتل چې د یادې ستونځې مخه ونيسي. هغه زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د کډوالو په اړه په یو ګډ پلان کار کوي او افغان دولت په عزتمنده توګه د یو منظم پروګرام له لارې او په خپله خوښه د خپلو خلکو هیواد ته بیرته ستنیدل غواړي.

خبرپاڼه وايي داودزي له میرمن کر څخه وغوښتل چې د افغانستان د د تعلیم وزارت( معارف ) کوم کتابونه چې په کراچې بندرکې له ډیرې مودې راهيسې بند دي باید خوشې شي.

حنا رباني کر د دیر د پيښې ذکر وکړ او وویل چې په یاده پيښه کې یې ۱۷ عسکر وژل شوي. نوموړې یاده کړه چې وسله والو د افغانستان له خاورې برید کړی او افغان دولت باید په راتلونکې کې د دا رنګ پيښو مخنیوی وکړي.

د افغان مهاجرينو د موضوع په اړه یی وویل چې اړوندو برخو ته به لازم هدایت ورکړی چې هغوی بيځایه تنګ نه کړي.

همداراز میرمن کر د افغانستان د معارف د کتابونه په باب وویل چې هغه موضوع حل شوې او پرون یې په کراچې کې اړوندو مسئولینو ته هاغه لازم معلومات چې افغان سفارت ورسره شریک کړي وو سپارلي او هدایت یی ورکړې چې د افغانستان د معارف اړوند ۷۷ کانتینرونو ته افغانستان ته تللو ژر اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG