د لاسرسي ځای

ولسمشر کرزي د برتانوي پوځ له مشر سره ولیدل




د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره جاري کړل شوې یوه خبرپاڼه وايي، ولسمشر حامد کرزي د برتانوي پوځ د مشر ډیویډ رچرډز سره پرون لیدل کتل کړي، دغه ملاقات چې د کابل په صدارتي ماڼۍ کې تر سره شو، پکې په افغانستان او سیمه کې د ترهه ګرۍ خلاف جګړې او په نورو بېلابېلو موضوع ګانو خبرې وشوې.


ډېویډ رچرډز ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک سند په چوکاټ کې خپلې مرستې جاري ساتي.

دغه راز نوموړي دا هم وویل چې برېتانیا په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي. او زیاته یې کړه چې حکومت به یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، او پوځي سامانونو او مالي امداد په لړ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG