د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال الن له جنرال کیاني سره ولیدل



افغانستان کې د امریکا او نېټو ځواکونو مشر جنرل جان الن پرون د پاکستان دوره وکړه چې پکې یې د پاکستاني پوځ د مشر جنرل اشفاق پروېز کیاني سره د نېټو لپاره د رسد لارو د خلاصولو ترڅنګه په نورو یو شمېر معاملو خبرې اترې وکړې.


په دې اړه د ایساف ځواکونو لخوا په سمدستي توګه څه نه دی ویل شوي، خو وړاندې داسې رپوټونه وو چې جنرل الن به ددې سفر پرمهال افغانستان کې کیدونکي دهغه بریدونو په اړه دخپلو انديښنو څرګندونه کوي چې په حقاني نیټ ورک یې الزام لګول کیږی او د نېټو په فکر پاکستان حقاني وسله واله ډله کنټرولوي.

تېره هفته په کابل کې یو هوټل باندې وسله وال برید شوې وو چې پکې خوا اوشا ۲۰ کسان وژل شوي وو ددغه برید تور هم په حقاني ډله لګول شوی.
د پاکستان په خاوره افغانستان کې د نېټو لپاره د رسد لارې د تېر کال د نومبر راهیسې وروسته له هغې تړل شوي چې دنېټو لخوا په هوايي برید کې د پاکستان ۲۴ پوځیان ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG