د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:پر سیوۍ تمځي چاودنې ۸ تنه وژلي


بم د سیوۍ ریلوې تمځي په یوه چای خانه کې ایښودل شوی وو
بم د سیوۍ ریلوې تمځي په یوه چای خانه کې ایښودل شوی وو




نیازموساخېل، کوټه

د بلوچستان په سیوی کي پر ریلوې سټېشن شوې بمې چاودنه کي تر دې دمه د ۶ کسانو د وژل کیدو او نږدې د ۱۸ د ټپي کیدو راپورونه دي.

د سیوی ډپټي کمشنر شاهد سلیم مشال رېډیو ته د پېښې نور جزیاتو په اړه وویل٫٫جعفر ایکسپریس نومې ریل ګاډۍ له کوټي د پنډۍ پر لور روان وو چي کله دا دسیوی ریلوې سټېشن ته ورسېدی،نو ناڅاپه یې څنګ ته چاودنه وشوه،چي په نتیجه کي درنه مرګ ژوبله واوښته.په اتلس ټپیانو کي اته سخت ژوبل دي. سخت ټپیان مو د سیوی ضلعي او پوځي روغتون ته رسولي دي.٬٬

دا چي وژل شوي او ټپیان کسان څوک دي او له کومې سیمې سره یې تعلق دی؟ډپټي کمشنر شاهد سلیم د پوښتنې په ځواب کي وویل٫٫په وژل شویو کي یو د ریلوې پولیس سرتیری او یو د سیوی ځایي اوسېدونکی دی.باقي پاتې وژل شوي او ټپیانو د پیږندلو په هڅه کي یو،چي دوي څوک دي او له کومې سیمې سره یې تړاو دی٬٬؟

هلته ځینې ځایي اوسېدونکو او خبریالانو رسنیو ته ویلي چي په پېښه کي له مرګ ژوبلې سره مخامخ شوي زیاتره کسان د پنجاب صوبې له چیچه وطني او بهاولنګر سیمو سره تعلق لري.

د پېښې په اړه د نورو او تازه جزیاتو په اړه د سیوی ډویژن کمشنر قمر مسعود مشال رېډیو ته وویل٫٫دا د ریموټ کنټرول بمې چاودنه ده.بم د ریلوې تمځای په یوه چای خانه کې ایښودل شوی وو.په سیوۍ کي دا قیسمه لومړۍ پېښه ده. دا به وخت اخلي چي موږ دا معلوم کړو،دا کار چا کړی او تر شا یې څه مقاصد دي؟البته دا به درته ووایم چي زموږ د پلټنې ادارې دا ګړی هم د پېښې په پلټنو بوختې دي.٬٬

تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه په غاړه نه د اخیستې،خو له سیوۍ سره څنګ ته پرتو شاوخوا سیمو کي وخت نا وخته د پاکستاني امنیتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو تر مينځ په بیا بیا د وسله والې نښتو راپورونه راځي.

XS
SM
MD
LG