د لاسرسي ځای

ژورې کورمې ته نصیب راوړې یمه


د چیک سندرغاړې زیتا او افغان سندرغاړی اسحاق امیري

د چیک سندرغاړې زیتا او افغان سندرغاړی اسحاق امیري


قاسم خان مندوخیل

د چیک جمهوریت سندرغاړې زیتا د پښتو خوږغږي سندرغاړي اسحاق امیري سره یوځای د پښتو ولسي سندره د ختیزې او لویدیزې موسیقۍ د سورونو په تار داسې په هنري ښکلا پیلې، ته وا لکه دغه غربي انجلۍ چې د پښتانه وطن له نورو پېغلو سره یوځای غلۍ غلۍ د ګودر په غاړه اتڼیز غومبر اچولی وي.

اسحاق امیري د افغانستان له ننګرهاره د سندریزې نړۍ هار تر غاړه کړی او دا دی د چيک په پراګ کې یې لا هم له سینې سره ټینګ نیولی دی. ښاغلي امیري ته که د نړۍ د هرې ژبې سازنده (موسیقي غږونکي) او سندرغاړي ملاو شي، دده مسلکي خپلوي ورسره جوړه شي،،،،، همداسې هنري خپلوي یې له زیتا سره هم جوړه شوې.

خو په دې خپلوۍ کې یې چیکۍ پیغله نه یوازې پښتنه کړې بلکې د موسیقۍ په نیلي سوره دغه پېغله یې د تیرا هسکو غرونه ته بیولې او د کورمې ژورې یې ورته ښودلې چې په نري باران کی یې ښکلا څو چنده لا پسې زیاتېږي.


د چیک ریپبلیک زیتا په موسیقۍ کی ډیپلوم اخیستی، په مختلفو ژبو سندرې وایي. په فرانسه، جرمني او یو شمېر نورو اروپایي هیوادونو کې یې کنسرټونه ورکړي.

هغه په یو ټکي پښتو نه پوهیږې خو د اسحاق امیري په هنري مرسته یې دومره په ښه ډول د پښتو ولسي سندره ویلي چې په خپل زړه کښونکي غږ یې د پښتنو هغه ګاونډیانو ته یې ماته ورکړې چې له پېړیو راهیسې د دغه قام سره څنګ په څنګ اوسيږي، خو نه یې ډېری لا هم ډېری پښتو ویلای شي او نه یې په سندرو پوهېږي او نه یې وايي.

اسحاق امیري او زیتا دواړه تکل لري چې ډېر ژر په ګډه د پښتو سندرو یو البم راوباسي.

د زیتا او اسحاق امیري ګډه سندره دلته واوری.


XS
SM
MD
LG