د لاسرسي ځای

"ولسي ځورونې او نشيي توکي د افغانستان غټې ستونزې "


ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ظاهر طنین

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ظاهر طنین



هارون باچا - مشال راډیو

پراګ:- په نيويارک ښارکې د ملګرو ملتونو په سر دفتر کې شوې د شورو د ورځې په غونډه کې د افغانستان په جګړه کې د عادي خلکو د ځورول کېدو او په دغه هېواد کې د مخدره موادو د توليد له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوه-


دا په داسې حال کې ده چې راتلونکي دوه کالونه د افغانستان د امنيیت او ثبات له پلوه خورا مهم ګڼل کېږي-

دغې درې مياشتنۍ غونډې ته په خپلې وينا کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي مامورييت مشر هروف ليډسيس وويل چې که څه هم د تېر کال په پرتله د افغانستان امنييت په دې وروستيو کې ښه شوی، خو بيا هم په دغه جګړه کې د عامو وګړو د په نښه کېدو خبره د انذېښنې وړ ده:

((د ۲۰۱۱ م کال په نسبت په تېرو دريوو مياشتو کې په امنييتي پېښو کې په دراماتېکه توګه کمی راغلی، خو له بده مرغه، په ياده موده کې د عامو خلکو د په نښه کولو او د سړک غاړې د بمي چاؤدنو، چې حکومت ضد عناصر يې کوي، د لوی کچ پېښې شوي- او موږ بايد دا خبره په ياد وساتو چې دا هم دغه قوتونه دي چې د ۸۰ في صدي ملکي تلفاتو ذمه وار دي-))


بايد وويل شي، د افغانستان د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو له خوا په خپرو شويو رپوټونو کې عام ولس ته د اوختې مرګ ژوبلې زياته پړه په طالب وسله والو اچول شوې ده-

ښاغلي ليډسيس په خپلو خبرو کې د امنيیت په برخه کې د روانو هڅو تر څنګ د افغانستان د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په موخه د پيلو شويو کوښښونو د لا تېزولو ضرورت هم په ګوته کړ-

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډې ته په وينا کې د دې سازمان د جنايتونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مشر يوري فوډوټوف بيا د خپلې ادارې د احصايو له مخې په دغه هېواد کې د نشه يي توکيو د کښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه:

((افغانستان د نړۍ شاوخوا ۹۰ په سلو کې اپيم توليدوي- د دې هېواد جنوبي برخه د نړۍ تر ټولو زيات اپیم پيدا کوونکې سيمه ده- په ۲۰۱۱ م کال کې د نړۍ په کچ د اپیمو ټول ټال پيداوار ۷۰۰۰ ټنه وو- په افغانستان کې دغه پيداوار د ۲۰۱۰ ز کال د ۳۶۰۰ ټنه نه پورته شو او په ۲۰۱۱ ز کال کې ۵۸۰۰ ټنه ته ورسېد- د هېواد هغه ولايتونه چې د اپیمو له توليد څخه پاک ګڼل کېدل، د هغوئ شمېر هم کېدای شي د ۱۸ نه ۱۵ ته راټيټ شي-))


د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې په دغه نړيواله اداره کې د افغانستان استازي ظاهر طنین ومنله چې د افغانستان د امنييت او پرمختګ مخ ته له پرتو غټو خنډونو څخه يو هم د مخدره موادو د توليد هغه دی- خو نوموړي هوډ څرګند کړ چې هېواد ته يې د ورپېښو چيلنجونو باوجود، دوئ به هڅه وکړي چې خپله ټولنه د نشه يي توکيو له لعنته پاکه کړي-


ښاغلي طنین دغه راز د غونډې ګډون والو ته ډاډ ورکړ چې طالبان به په خپلو حملو سره د يوه ارامه او باثباته افغانستان له پاره د افغان حکومت او هم د افغان اولس هيلې کمزورې نه کړي:

(( د ترور دا له شرمه ډک فعالييتونه به و نه شي کړای د افغانانو هغه يوه اراده چې د امن او سوکالۍ د ترلاسه کولو له پاره يې لري، وګواښي- افغانانو يو اوږد مزل کړی دی او ډېرې زياتې قربانۍ يې ورکړي دي، چې لاس په سر به ترېنه نه شي- په دې ظالمانه کړنو سره طالبان د دولت وجود ته خطر نه جوړوي، دوئ بس لګيا دي د خلکو ارامه ژوند بې ارامه کوي- راځئ هم هغسې، لکه پخوا چې وو، ژمن واوسېږوو او هغه سفر چې مو يوه لسيزه مخکې پيل کړی وو، سر ته يې ورسوو-))

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی په داسې حال کې له دې هېواد سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام خبره کوي، چې رپوټونه وايي ياد سازمان په افغانستان کې د خپلو ځينو فعالييتونو د محدودولو پلان لري- اټکل کېږي چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو بوديجه په راتلونکي کال کې راکمه او ځينې چارې يې افغان حکومت ته وسپارل شي-
XS
SM
MD
LG