د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م کې ایراني سفیر په شام کې د لاسوهنې تور ولګاوه




په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په بهرني هېوادونو تور لګولې چې دشام په خونرېزۍ کې لاس لري خو پکې یې د ایران لاس وهنې رد کړي. محمد خازي دا هم وېلی چې ایران د شام د بحران د ختمولو په لړ کې د منځګړ توب کردار تر سره کولو ته تیار دې.


[ د شام د ستونزې یوه مهمه او بنیادي وجه دا ده چې په دغه هېواد کې بهرنۍ لاس وهنه کیږي، د حکومت مخالفینو او وسله والو ډلو ته مالي مرستې او وسلې ورکول کیږي. بلخوا موږ په دې خبره هم یقین لرو چې په شام کې اصلاحات کول پکار دي. او په دې لړ کې تر دې دمه ځینې مثبت ګامونه هم اخیستل شوي دي.]

د محمد خازي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د شام لپاره نړیوال استازي کوفي عنان د راروان خالي په ورځ په جنیوا کې د شام د بحران په اړه یوه غونډه رابللې ده.

کوفي عنان ویلي دې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو دسلامتی کونسل پنځه مستقل غړي ګډون کوي له ددې علاوه به په کې یورپي ټولنه ، د شام ګاونډي هېوادونه یعنې ترکي، عراق، کوېت او قطر هم ګډون کوي. خو د ایران ذکر یې نه دی کړی.
بلخوا خازي وېلي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته بلنه نه ورکول دا معنا لري چې غربي نړۍ شام ته پاملرنه نه کوي.

هلته دامریکا وزیر خارجه هېلري کلنټن هیله څرګنده کړې چې دشام د بحران په اړه د جنیوا غونډه یو مهم پړاؤ ګرځیدلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG